په امریکایي جنګي الوتکو د هسپانیې بندیز
Jul 24, 2026 07:20 Asia/Kabul
هسپانیې په خپل هوایي حریم کې د ایران په خلاف جنګېدونکې امریکایي الوتکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هسپانیې د امریکا د هغو الوتکو په خلاف د خپل هوايي حریم د کارولو بندیز پر ځای ساتلی دی چي د ایران په خلاف په جنګ کې کارول کیږي.
د راپور له مخې، هسپانوي چارواکو د امریکا د هوايي ځواک پنځه سونتوکي رسوونکې الوتکې اړ کړې چې خپل مسیر بدل کړي او د جبلالطارق تنګي ته نږدې له جنوبي لارې الوتنه وکړي.
ټیګونه