په جنګ کښې د نوي جبهې له پرانیستلو باید ډډه وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175632-په_جنګ_کښې_د_نوي_جبهې_له_پرانیستلو_باید_ډډه_وکړو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي»په یو لړ څرګندونو کښې په «کیسپین» سمندرګي کښې د ایران په یوې کشتۍ باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملې په ارتباط د «کي یف» پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د غچ اخیستونکي اقدام احتمال ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ باید احتیاط وکړو او هر هغه کار ترسره کړو چې په جنګ کښې نوي جبهه خلاصه نشي.
(last modified 2026-07-27T07:20:44+00:00 )
Jul 27, 2026 11:46 Asia/Kabul
  • په جنګ کښې د نوي جبهې له پرانیستلو باید ډډه وکړو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي»په یو لړ څرګندونو کښې په «کیسپین» سمندرګي کښې د ایران په یوې کشتۍ باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملې په ارتباط د «کي یف» پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د غچ اخیستونکي اقدام احتمال ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ باید احتیاط وکړو او هر هغه کار ترسره کړو چې په جنګ کښې نوي جبهه خلاصه نشي.

زلنسکي په کیسپین سمندرګي کښې د ایران په یوې کشتۍ باندې د بې پایلوټه الوتکې د برید په توجیولو کښې چې د ایران د یوه ماڼو د شهادت سبب شوه ادعا وکړه ایران له دې مخکې روسیې ته د وسلو په استولو سره د اوکراین پرضد اقدام کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دغه ادعا سره چې له دې مخکې ایران روسیې ته د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ او شمالي کوریا د پوځیانو په استولو سره په کي یف برید کړ دی وویل هیله من یم چې دغه حملې زیاتې نشي خو مونږ باید د هر شي لپاره چمتو ووسو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې خبرداری ورکړی و چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له لوړرتبه مسوولې «کایا کالاس» او د روسیې له خارجه وزیر «سرګي لاوروف»  سره په تماس کښې یې ټینګار کړی دی چې ایران به د اوکراین حملې ته ځواب ورکړي.

هغه وویل د اوکراین ولسمشر زلنسکي د ایران په یوې تجارتي کشتۍ باندې برید کړی او یو ماڼو یې وژلی دا داسې اقدام دی چې په واضح ډول د ملګروملتونو د منشور خلاف ورزۍ کوي او دغه  حمله د اسرائیلو په لمسون سره شوې ده چې اروپا دغه جنګ ته وروکاږي.