د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175790-د_امریکا_د_ولسمشر_ډونالډ_ټرامپ_ولسمشرۍ_یوه_بشپړه_غمیزه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ډیموکراټ ګوند د لږکیو مشر «چاک شومر» په یوه پیغام کښې په دې خبرې سره چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ په کامل ډول د امریکا د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی دی ټینګار وکړ: د ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده.
(last modified 2026-07-29T23:24:55+00:00 )
Jul 30, 2026 03:42 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ډیموکراټ ګوند د لږکیو مشر «چاک شومر» په یوه پیغام کښې په دې خبرې سره چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ په کامل ډول د امریکا د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی دی ټینګار وکړ: د ټرامپ ولسمشرۍ یوه بشپړه غمیزه ده.

هغه په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې د سي این این ټیلي ويژن لخوا ترسره شوي نظر پوښتنې ته په اشارې سره ولیکل د امریکا دوه اویا فیصده خلک د ایران پرضد د ټرامپ له جنګ سره مخالف دي، نهه اویا فیصده امریکایان له هغه کار سره چې ټرامپ د پیټرولو د بیو په هکله ترسره کړی دی مخالف دي، د امریکا درې اویا فیصده خلک باوري دي چې ټرامپ غلط لومړیتوبونه لري او د امریکا د هغو کسانو شمیر چې  باوري دي ولسمشر ټرامپ د لګښتونو د کمولو لپاره په کافي اندازه هڅه نه ده کړې یو اویا فیصدو ته رسیدلی دی.

هغه دغه راز دې ته په اشارې سره چې په سیمه کښې د امریکا پوځي ځواکونه د ایران د اسلامي جمهوریت له ګڼ شمیر توغندوي او د  بې پایلوټه الوتکو له  بریدونو سره مخامخ دي زیاته کړه د دروغو خپرول او د مرګ ژوبلو پټول د توغندیو د الوت یا له خطر څخه د امریکا د لیرې کیدا خنډ نه کیږي.

د امریکا دغه سیاستوال په دوام کښې خپل هیواد ته د امریکا د عسکرو د بیرته ستنولو غوښتنه وکړه او ډاګینه یې کړه جنګ ختم کړئ.

چاک شومر جوته کړه ولسمشر ټرامپ دوه کاله د امریکا ګټو ته په خیانت کولو تیر کړي دي او د امریکا خلک به د راتلونکي نوامبر میاشتې په انتخاباتو کښې ټرامپ ته ځواب ورکړي.