د امریکا یوه f-35 ډوله الوتکه نسکوره شوه
Aug 01, 2026 05:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه ایف پینځه ډیرش ډوله جنګي الوتکه د کیلي فورنیا په سن ډیاګو ښار کښې وغورځیده او پایلوټ د پیراشوټ په وسیله له الوتکې ځان غورځولی او هغه اوس بچ شوی دی.
دغه ایف پینځه دیرش ډوله الوتکه په پوځي اډه باندې غورځیدلې او هلته اور لګیدلی او د پیښې علت تراوسه نه دی معلوم.
ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکه د امریکا یوه پرمختللې الوتکه ده چې د عام الوتکې په شان او په عمودي ډول یعني د هیلي کوپټر په شان هم په ځمکه کیناستلی شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا لخوا د تهران پرضد د څلویشت ورځني تپلي جنګ په وخت د امریکا څو ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکې نسکورې کړې وې او د دغو الوتکو د نه غورځول کیدا افسانه یې باطله اعلان کړې وه.
ټیګونه