فرانسه کې د موټر قصدي برید؛ دوه افغانان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177266-فرانسه_کې_د_موټر_قصدي_برید_دوه_افغانان_وژل_شوي
د فرانسې په کان ښار کې د یوه موټرچلوونکي د قصدي برید له امله دوه افغانان وژل شوي او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-08-28T01:50:28+00:00 )
Aug 28, 2026 06:15 Asia/Kabul
  • فرانسه کې د موټر قصدي برید؛ دوه افغانان وژل شوي

د فرانسې په کان ښار کې د یوه موټرچلوونکي د قصدي برید له امله دوه افغانان وژل شوي او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

پېښه د چهارشنبې په ماښام د اورګاډي تمځای مخې ته شوې، چې موټرچلوونکی له یوې شخړې وروسته بېرته سیمې ته ستون شوی او پر هغو کسانو یې موټر ور اړولی چې د بس تمځای ته څېرمه ولاړ وو.

د کان څارنوالۍ ویلي، یو ۳۵ کلن افغان په پېښه کې ځای پر ځای وژل شوی او دویم ۲۸ کلن افغان له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. نهه نور ټپیان د ۱۷ او ۳۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

پولیسو د پېښې په تړاو یو ۲۶ کلن د روسیې او چیچنیا تبعه نیولی دی.

 څارنوالۍ ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي د موټر د درولو هڅه نه ده کړې او په قصدي ډول یې پر خلکو موټر ور اړولی دی.

د پېښې د اصلي انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.