الیور استون: امریکا د جنګ تږې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178240-الیور_استون_امریکا_د_جنګ_تږې_ده
پارس تودی- مشهور امریکایي فیلم جوړونکی او د اسکار د جایزې ګټوونکی الیور استون، د امریکا د حکومت په جنګ غوښتنې باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا د جګړې تنده لري.
(last modified 2026-09-17T07:25:20+00:00 )
Sep 17, 2026 11:48 Asia/Kabul
  • امریکایي فیلم جوړوونکی، الیور استون
    امریکایي فیلم جوړوونکی، الیور استون

پارس تودی- مشهور امریکایي فیلم جوړونکی او د اسکار د جایزې ګټوونکی الیور استون، د امریکا د حکومت په جنګ غوښتنې باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا د جګړې تنده لري.

د پارس تودی له راپور سره سم، الیور استون په روم کې د «کازا دل چینما» (د سینما کور) په مرکز کې، د خپل ۱۹۸۹ کال فلم «د جولای په څلورمه زېږېدلی» د نندارې په څنډه کې وویل: امریکا د جګړې تږې ده او دا چلند د دغه هېواد لپاره یو ډول اړتیا ګرځېدلې ده. زما په اند، دا تر ټولو غمجنه موضوع ده چې ما تر اوسه لیدلې ده. د دې پېښې ډېره برخه بې‌معنا او پوچه ده او زموږ هېواد له دې امله ژور زیان لیدلی دی.

استون چې خپله د ویتنام د جګړې پخوانی سرتېری دی، څرګنده کړه چې د امریکا د تېرو جګړو درسونه له پامه غورځول شوي دي.

استون د دې په بیانولو سره چې امریکا «تر دې ډېر پوځي‌پال» چلند غوره کړی، خبرداری ورکړ: هیله لرم خلک زما فلم په یاد ولري، هغه وګوري او په یاد یې وساتي. که نه، موږ به په یوې لا سترې او لا خطرناکې جګړې کې ښکېل شو؛ داسې جګړه چې ډېر زیات کړاو او درد به له ځان سره ولري.

په همدې حال کې، د سکاټلنډ د سنت اندروز پوهنتون د ستراتیژیکو مطالعاتو استاد فیلیپس پیسون اوبراین په «اتلانتیک» مجله کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په نړیوال ډګر د امریکا د واکمنۍ دوره پای ته رسېدلې ده.

دغه امریکايي تاریخپوه او د سیاسي علومو کارپوه په هغې مقاله کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، لیکلي: هغه «امریکايي عصر» چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شوی و، په حتمي ډول پای ته رسېږي.

د اوبراین په وینا، د امریکا پوځي ځواک، په ټوله نړۍ کې د اډو او لوژستیکي نظامونو شبکه، او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد پوځي او ډیپلوماټیکې همکارۍ، د ایران د ماتولو لپاره بسنه ونه کړه.

اوبراین اټکل کړی چې د امریکا د نړیوال نفوذ د کمېدو بهیر به دوام ومومي. هغه په پایله کې لیکلي چې له ایران سره جګړې وښودله چې «امریکايي عصر پای ته رسېدلی دی.»