تاریخ پاڼه شماره ۱۱۵
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شوال له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جولایی له دولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه څلور دیرش کاله پخوا، د دریم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه، د مسلمانانو او مشرکانو تر مینځ د احد جنګ د مدینی په شمال کښې د احد غر په لمن کښې رامینځته شو. د قریش مشرکانو په جنګ بدر کښې له سختی ماتی پسی دغه جنګ ته مخه کړه. همدی پسی د قریش درې زره جنګیالان له پوره وسلو سره د احد د جنګ ډګر ته راغلی وو،په داسی حال کښې چې مسلمانان مجاهدین له اووه سوه زیات نه وو. د اسلام ګران رسول (ص) د قریشو سره له مقابلې مخکښې، هر ځل په شان له مشرکانو سره د مبارزې د څرنګوالی په هکله له خپلو یارانو سره سلا وکړه او بالاخره یې د هغو کسانو نظر و مانه چې قریشو سره له مدینې بهر د جنګ غوښتونکی وو. د دواړو پوځونو تر مینځ جنګ د احد غر په لمن کښې رامینځته شو او په لومړیو کښې مسلمانانو ځلیدلی بریا ترلاسه کړه. خو په احد غر کښې له یوه حساس تنګی د ساتنې په اړه د پیغمبر اکرم (ص) له حکمه په هغوئ کښې د ځینو د خلاف ورزی او غفلت په وجه د قریشو جګړه مارانو له همهغه ځایه په مسلمانانو حمله وکړه او په تنګڅې کښې یې راوسته . د جنګ په دغه مرحلې کښې، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) ژوند هم په خطرکښې پریواته او د پیغمبر اکرم (ص) د میړانی او سر ښیندونکی تره حمزه پشمول کابو اویا مسلمانان شهیدان شول. په عین حال کښې د قریش مشرکانو پریکنده بریالیتوب ترلاسه نه کړئ شو او مکی ته ستانه شول.
««««««««««««
یو زرو یو سلو یو دیرش کاله پخوا، د درې سوه شپږم قمری کال د شوال په اومه نیټه، د ایران د سامانی وخت یو دانشمند احمد بن جیهانی وفات شو. مشهور ایرانی جغرافی پوه، سیاست وال او دانشمند ابو عبدا... احمد بن جیهانی د ارزښتمنو څیړنو په وجه چې تر سره یې کړې، په اسلامی نړۍ کښې مشهور شو. د ابن جیهانی تر ټولو مهم اثر د جغرافیې په علم کښې د المسالک و الممالک په نوم یو کتاب دی چې وروستیو جغرافیې لیکوالو د هغه دور د ټاټوبیو په باره کښې خپل اطلاعات له دی کتاب څخه اخذ کړی دی.
««««««««««««
درې سوه اووه پنځوس کال پخوا، د یو زر اتیایم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه، حکیم متاله شیعی یعنی میرزا رفیعا نایینی وفات شو. په میرزا نایینی مشهور میرزا رفیع الدین محمد بن حیدر طباطبایی د یولسمې هجری قمری پیړۍ له لویو شیعیانو عالمانو څخه ؤ. هغه اصولی فقیه، متکلم او د معقولو او منقولو عالم ؤ او د دویم علامه مجلسی او شیخ حر عاملی له استازانو او د شیخ بهایی له شاګردانو څخه ؤ. اقسام التشکیک و حقیقته، حاشیه ی اصول کافی او الشجره الاهیه له هغه څخه دی. میرزا رفیعا په پنځه اتیا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په تخت فولاد کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
اویا کاله پخوا، د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د جولایی په دولسمه نیټه، په بیت المقدس کښې د ایرګون د صیهونیسټی ډلې په وسیله د ملک داؤد هوټل و چاودول شو. دغه هوټل د فلسطینی ښاریانو د پریمانو تلو او راتلو او د مسافرانو د اقامت ځای ؤ، په دی ډول چې دغو بمونو د چاودنې له امله چې د ملک داؤد هوټل په زیر خانې کښې ایښودل شوی وو، تر دوه سوه زیات کسان و وژل شول. په دغو وژل شویو کسانو کښې د پنځلسو یهودیانو شتون د دی ښودنه کوی چې صیهونیسټیان خپلو پراختیا غواړو مقصدونو ته د رسیدلو او د فلسطینیانو تر مینځ د رعب او ترهې د رامینځته کولو لپاره ، د یهودیانو ژوند ته هم کوم ارزښت نه ورکوی.
««««««««««««
څلور څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې نوېم هجری قمری کال د شوال په اومه نیټه،د منهج الصادقین د مشهور تفسیر خاوند آیت ا... میرزا ابوالحسین شعرانی په درې اویا کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. دغه قدرمن عالم په ټولو دینی علومو کښې زیاد مهارت لرونکئ ؤ او په فارسی، فرانسی او انګریزی ژبو یې پوره سلطه درلوده. د هغه پراخ دانش چې د پرله پسی کلونو له درسونو پسی یې تدریس کړی دی، ډیر ښه ښکاره دی. له شعرانی څخه پریمان تالیفات په یادګار پاتی دی چې پکښې کولئ شو، په لسو ټوکو کښې د منهج الصادقین او شرح کفایه الاصول ته اشاره وکړو.
««««««««««««
پینځه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجری لمریزکال د چنګاښ دمیاشتې په دوه ویشتمه، د ایران یو پوه علامه سید طاهر سیدزاده هاشمی دایران په لودیځ کې دکرمانشاه په شاوخوا کې وفات شو.هغه پخپل ژوند کې د دینی علومو دشاګردانو د روزنې له لارې داسلامی معارفو په خپراوی او پراختیا ،د ډیرو کتابونو په تالیف او موعظې کې ډیر زیات خدمتونه کړی دی . علامه سید زاده هاشمی دخوشخطۍ په زمنی کې د عثمانی ترکان په سټایل کې ډیره پوهه درلوده او دقرآن مجید پرکتابت سربیره ئې دحضرت اما م سجاد علیه السلام د دعاګانو ټولګه صحیفه سجادیه هم لیکلې ده . هغه چې په فارسی ،عربی او کردی درو ژبو بشپړ پوهید، په دغو درو ژبو کې ئې دشعر په بیلابیلو چوکاټونو کې ډیر ې قصیدې ، غزلونه او شعرونه ویلی دی .
««««««««««««
شپاړس کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر فقیه او عالم آیت ا.... سید محمد وحیدی شبستری په ۸۴کلنۍ کې وفات شو . دغه لوی عالم دمقدماتی درسونو وروسته په اتلس کلنۍ کې قم ته لاړ او له لوړو زده کړوسره په یو وخت ئې ، دفلسفې، کلام او عرفان درسونه له حضرت آیت ا....شیخ مهدی مازندرانی او میرزا محمدعلی شاه آبادی څخه زده کړل . هغه دخپل زیږنځای داوسیدونکو په بیا بیا بلنې سره دایران په لودیځّ کې شبستر ښار ته ستون شو او کابو لس کاله ئې ډیر زیات علمی او دینی خدمات ترسره کړل . آیت ا... وحیدی په کردستان او آذربایجان غربی ولایتونو کې داهل بیت علیهم السلام د مذهب په خپرولو کې ډیره زیاته هڅه وکړه او په دغو دوو ولایتونو کې ئې پر ډیرو زیاتو جوماتونو او امامباړو جوړولو سربیره ډیر زیات مبلغان هم وروزل . آیت ا... وحیدی داسلامی غورځنګ په پیلیدو سره دتقلید له نورو مراجعو سره مټ په مټ ویناوې وکړې او ډیر ې اعلامیې او پیغامونه ئې خپره کړل او د ایران په لودیځی ولایتونو کې ئې داسلامی انقلاب په بریالیتوب کې فعال رول ولوبوه .
««««««««««««
او له ننه لس کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د جولایی په دولسمه نیټه، صیهونیسټ رژیم یو ځل بیا له ځمکی، هوا او اوبو څخه پر لبنان حمله وکړه. د دغه یرغل پلمه ، په یو لړ دفاعی عملیاتو کښې د لبنان د حزب ا... جنګیالانو په وسیله د دغه رژیم د دوو سربازانو زندانی کونه وه. لبنان باندی له دغه پوځی یرغله د تل ابیب اصلی مقصدچې د واشنګټن له ملاتړه هم برخمن ؤ، د حزب ا... د پوځی قدرت له مینځه وړل او د صیهونیسټ رژیم د پوځ په مقابلې کښې د لبنان د مقاومت تر ټولو مهم ځواک په توګه د هغو بی وسله کول وو. صیهونیسټ رژیم په لبنان باندی په خپلې حملې کښې د دغه هیوادد بیخ بناؤ له مینځه وړل او پر خلکو د اقتصادی دباؤ اچول په خپله ایجنډه کښې ګرځولی وو څو د حزب ا... له ملاتړه لاس واخلی. د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو د جنګ په اوږدو کښې، د لبنان پر خلاف کابو لس زره هوایی حملې ترسره کړې چې په دغو وحشیانه حملو کښې تر زرو زیات عام خلک و وژل شول، خو خلکو همهغه راز د حزب ا... له مقاومت څخه ملاتړ کوه. له بلې خوا،په نیواکی فلسطین کښې پر بنسټیزو تاسیساتو د حزب ا... توغندویی بریدونو او د صیهونیسټ رژیم د سمبال پوځ د ځمکنیو یرغلونو په وړاندی د حزب ا... د مبارزانو میړنی مقاومت دغه رژیم خپلو موخو ته رسیدو کښې ناکامه پریښود او په هغه باندی یې سخته ماته و تپله . په دی ډول چې امریکا د اسرائیل د اصلی ملاتړ په توګه مجبوره شوه، د اوربند، د لبنان څخه د صیهونیسټو پوځیانو د په شاتګ او د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو د مستقریدوپه هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک سره موافقه وکړی .
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش