دپاکستان زیات خلک دهم جنس بازانو فیلمونه ګوری .
-
په دنیا کښې دهم جنس بازانو سړیو ترټولو زیات برمنډې ویډیوګانې او فیلمونه په پاکستان کښې لیدل کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړی د دنیا هر هیواد د یوه نه یوه شی په وجه پیژندل کیږی او اوس له دې پلوه یوه نړیواله نقشه جوړه کړې شوی ده او دهر یوه هیواد له نوم سره یوځاې مشهور شی لیکل شوی دی .
تاسو به ددغه خبر په لوستلو سره پریشان او خپه شئ چې په دغه نقشې کښې دپاکستان تر ټولو مشهور شی د هم جنس بازانو سړیو د برمنډو ویډیوګانو لیدل لیکل شوی .
ددغه نړیوالې نقشې پراساس په دنیا کښې دهم جنس بازانو سړیو ترټولو زیات برمنډې ویډیوګانې او فیلمونه په پاکستان کښې لیدل کیږی .
دمیل انلاین د راپور پراساس دغه نقشه د نړیوال بانک ، دګینز بک اف ورلډ ریکاردژ او دنورو په لسګونو ادارو د شمیرنو ته په پام سره جوړه کړې شوی ده .
ددغه نړیوالې نقشې پراساس دهندوستان تر ټولو مشهور شی کیلا، دافغانستان ترټولو مشهور شی افیم ، دایران ترټولو مشهور شی د کبانو اچار ، دهنګری هیواد ترټولو مشهور شی د برمنډو فلیمونو لوبغاړی ، د سویډن پاپ موسیقۍ ، د فینلینډ خبرې رسنۍ ، د مصر چاقۍ میرمنې ، دلیبیا د چاقۍ ښکار ماشومان ، د متحده عربی اماراتو سړی ،د سعودی عربستان د وسلو اخیستل ، دانډونیزیا کوپره ، دعراق دتیلو حکومت ، د چاډ هیواد ښه خواړه ، د کینیا چای او دتانزانیا ښځینه کارکونکی مشهوری دی .
په دې سربیره په دغه نقشې کښې د فرانسې ویسکی شراب ، د انګلستان میلیارډره کسان ، دترکیې لخوا د ټویټر سایټ سانسور، داسرائیلو طبی تحقیق ، د اردن لخوا کډوالو ته پناه ورکول ، د تایی لینډ وریژې ،د کاناډا دخلکو په فیسبوک نشې اخته کیدل او دسنګار پور ښه او صحت منې ډوډۍ اوخواړ شامل دی .
دغه نقشه د نړیوالې نقشې ویب سایټ(Informational Beautiful.net) کارپیژاند ډیویډ میک کینډلس تیاره کړی ده .