ترکیه وایی نړیواله ټولنه د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د ترکیې د لومړی وزیر مرستیال نعمان کورتولموش په انکارا کې په یوه خبری کانفرنس کې وویل نړیواله ټولنه د ترهه ګرو حملو په وړاندې د تمساخ اوښکی بهوی ، هغه غندی حال دا چی د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی . ده وویل ترهه ګر په هره اندازه چی پلانونه وکړی مونږه هماغه راز له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې څه په داخل کې او څه بهر هوډمن یو .
هغه ټینګار وکړ ترهه ګری هڅه کوی چی بیلا بیلو مذهبونو ترمینځ درز رامینځته کړی خو د ترکیې ملت ډیر ښه پوهیږی چی ترهه ګری نه دین او نه وجدان لری او په هره اندازه چی ترهه ګر په خپلو حملو کې هدفونه بدل کړی دغه موضوع به د ترکیې په ملت کوم اغیر ونه شیندی .
ده وویل نړیواله ټولنه د ترهه ګرو حملو په وړاندې دوه ګوڼی معیارونه لری او انکارا د نړۍ له هیوادونو غواړی چی د ترهه ګرۍ په وړاندې ودریږی او له هغو نیابتی ملاتړ ختم کړی .
د جنورۍ په لومړۍ نیټه په ترکیې کې په یوه کلب یوه ترهه ګر حمله وکړه چی پکې لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه او کابو ۷۰ هم ژوبل شول .
اکثره شناندی او نظر خاوندان وایی چی په ترکیې کې وروستۍ ترهه ګرې حملې له داعش او نورو ترهه ګرو ډلو د اردوغان حکومت د ملاتړونو نتیجه ده .