فرانسه جامعې ایټمي موافقې ته هماغه راز پابنده ده .
زمونږخبریال راپورراکړ دفرانسې خارجه وزیر ژان مارک دفرانسې له اروپا یو خپرونې سره په خصوصي مرکې کې ویلی دي ، دفرانسې دریځ دایران او ۵+ډلې ترمینځ د جامعې ایټمي موافقې ساتل دي .
ژان مارک همداراز په امریکا کې واک ته د ډونلډ ټرمپ درسیدو ا و دهغو دپائيلو په باب او په تیره بیا له ایران سره دجامعې ایټمي موافقې دبرخلیک په باب وویل ، کله ددې موضوع په باب خبرې کوو ، نو ګواکې ټرمپ خپله فیصله کړې او یو مشخص سیاست لري . خو واقعا مونږ دهغه دراتلونکو سیاستونو په باب نه پوهیږو . ممکنه ده ، یوازینی هغه مورد چې هغه ئې د نړیوالو اړیکو په حوزې کې ترپوښتنې لاندې ورورستلی دی ، همدغه ایټمي موافقه ده . باید ووایو دغه ایټمي موافقه یو غنیمت دی او باید چې دغه موافقه وساتوو . دا دفرانسې غوره دریځ دی . دهغه میز ترګیرچاپيره چې دغه موافقه پرې شوي ، فرانسه ،امریکا ،روسیه ،چین ،ملګري ملتونه او اروپا او ایران شتون درلود.
دفرانسې خارجه وزیر همدارااز ددې پوښتنې په ځواب کې چې دامریکا ولسمشر ویلی دي ، دا ټوله به ترپوښتنې لاندې ورولي ، ستاسو غبرګون څه دی . وویل ، کله تاسو وائۍ چې هغه نیّت لري له روسیې سره نوی اتحاد وکړي ، له ځانه پوښتنه کوم ، څرنګه دومره زر لاس په کار کیدلی شي ، حال دا چې باید هغه دوسیې یوه یوه وسپړي . هغه وویل زه باوري یم اروپا خپل برخلیک پخپل لاس کې اخستلی شي ، مونږ امریکایانو ته څه اړتیا نه لرو چې مونږ ته ووائي څه کار باید وکړو او څه ونکړو . موږ باید یوه داسې نوي اروپا جوړه کړو چې باید پیاوړي وي او په نړۍ کې بدلونونه روان دي چې دا پخپله داروپا لپاره یو ښه ځيری دی .