اروپا له ایران سره دایټمي موافقې دساتلو لپاره هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i40712-اروپا_له_ایران_سره_دایټمي_موافقې_دساتلو_لپاره_هڅه_کوي
زمونږخبریال راپور راکړ داروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګریني په بروکسل کې د ناټو شورا په غونډې کې وویل ، له امریکائي چارواکو سره په کتنې کې ډاډمنه شوې ده چې واشنګټن هم له ایران سره دجامعې ایټمي موافقې په زمینې کې خپلو ژمنو ته پابنده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2017 11:32 Asia/Kabul
  • اروپا  له ایران سره دایټمي موافقې دساتلو لپاره هڅه کوي

زمونږخبریال راپور راکړ داروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګریني په بروکسل کې د ناټو شورا په غونډې کې وویل ، له امریکائي چارواکو سره په کتنې کې ډاډمنه شوې ده چې واشنګټن هم له ایران سره دجامعې ایټمي موافقې په زمینې کې خپلو ژمنو ته پابنده ده .

  میرمن موګریني روښآنه کړې،د جامعې ایټمي مو افقې  په زمینې کې   دامریکا  له نوي حکومت سره  ګډو زمینوته رسیدلې ده .

  د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  مسئولې  واشنګټن ته په سفر کې   د امریکا له خارجه وزیر  رکس ټيلرسن ، دملی امنیت سلاکار ،مائيکل فلین ، د ولسمشر  له سلاکار  جرډ کوشنر  او ا همداراز دکانګرس له یو شمیر غړو سره لیده کاته اوخبرې  کړي دي .

 دایران   او ۵+۱دلې ترمینځ  جامعه ایټمی موافقه  په ۲۰۱۵کال کې شوې  ده .  داپه داسې حال کې دي چې  دامریکا اوسني  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  له دې مخکې  جامعه ایټمي موافقه  یوه بده موافقه بللې  وه .