دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شوراپنځه ورځنۍغونډه جامعه ایټمي موافقه څيړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i42362-دایټمي_انرژۍ_دنړیوال_آژانس_دواکمنې_شوراپنځه_ورځنۍغونډه_جامعه_ایټمي_موافقه_څيړي
زمونږخبریال راپورارکړ دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورانننۍ غوڼده چې نن دآژانس دمشر یوکیا آمانو په وینا سره پیل شوي ، دمارچ ترلسمې پورې به دوام ولري او ویل کیږي چې دایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوي جامعه ایټمي موافقه به هم د دغې غونډې یوه سپړونکي موضوع وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2017 14:15 Asia/Kabul
  • دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شوراپنځه ورځنۍغونډه جامعه ایټمي موافقه څيړي

زمونږخبریال راپورارکړ دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورانننۍ غوڼده چې نن دآژانس دمشر یوکیا آمانو په وینا سره پیل شوي ، دمارچ ترلسمې پورې به دوام ولري او ویل کیږي چې دایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوي جامعه ایټمي موافقه به هم د دغې غونډې یوه سپړونکي موضوع وي .

    راپورښئ  په دغو پنځه ورځنۍ غونډې  کې به  په ۲۰۱۷کال کې پر ایټمي سیفټي څارنه ، پر  ایټمي ټيکنالوجۍ  څارنه ، د ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  ته پام سره   په ایران  کې  دآژانس ایټمي  څارنه،  په شمالي کوریا کې  د سیف ګارډز  نومې  موافقو اجرا  او  په کمې پخونې سره  دپاخه شویو  یورانیمو دبانک  تاسیس  دموضوعګانو  په  څير دسندونو پشمول د آژانس  بیلابیلې موضوعګانې  دواکمنې شورا په  دغې پنځه ورځنۍ  غونډې کې وسپړل شي  

 دآژانس د واکمنې شورا غونډه  دبندوتنبو ترشا اودخبریالانو له شتون پرته ترسره کیږي .

 دایټمي انرژۍ  نړیوال آژانس  پخپل وروستي راپور کې  چې  دمعمول په اساس دواکمنې شورا له غونډې یوه اونۍ مخکې خپریږي ، د واکمنې شورا  پنځه دیرشو غړو  هیوادونو استازو  ته سپارل شوی دی . 

 داپه داسې حال  کې دي چې  دسی این این   خبری چینل  پشمول  د ډيرو  رسنیو دراپورونو په اساس  دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  حکومت چې  دایران او نړیوالو قدرتونو  ترمینځ دشوي  موافقې څخه  له نړیوال ملاتړ سره مخامخ شوی ، ددغې موافقې  په ضد د ټرمپ  دلومړنیو خبرو  په  اپوټه  نوره د جامعې ایټمي موافقې  په ضد خبرې نه کوي .