په سورئې دامریکاله توغندوی حملې سره امریکایانو سخت مخالفت وښود
پریس ټی وی راپورورکړ ، دامریکا په بیلابیلو ښارونو کې په لسګونو زره امریکایانو دمظاهرو په کولو سره دخپل حکومت په جنګ غواړو سیاستونو په اعتراض کې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .
راپورښئ مظاهره چیانو پرون په واشنګټن ،نیویارک لاس انجلس، فیلاډلفیا او څو نورو ښارونو کې په اعتراضیه شعارونو پورته کولو سره په سورئې د دامریکا دحکومت له خوا په پوځی تیری خپل اعتراض او دسورئې د ولس ملاتړ اعلان کړ.
د دغه راپور په اساس ، امریکائی امنیتی ځواک په واټونو کې په پراخ شتون سره اعتراض کونکی مظاهره چیان وځپل او له هغوی ئې یو شمیر کسان هم ونیول .
داعتراض کونکو په وینا ، په سورئې دامریکا توغندوی حمله کومه حل لاره نه ده ،بلکې په دغه هیواد کې دبحران دسختولو اوزیاتولو لپاره یو عامل دی .
ټاکل شوې ده ، داونۍ په وروستیو ورځو کې دامریکا په پنځوسو واړو اوسترو ښارونو کې دواشنګټن د چارواکو دجنګ غواړو سیاستونو په ضد مظاهرې وشی .