دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو انټرنیټی پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپانې درسره شریکې کوو .
دتهران درستو ورځپاڼو پخپل لومړی مخ پرون داسلام دګران پیغمبر دمبعث په ورځې داسلامی نظام له مسئولانو ، په تهران کې داسلامی هیوادونو له سفیرانو اودخلکو له بیلابیلو پرګنو سره په کتنې کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود ولولناکې اوله منطقه ډکې وینا ته ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمآئیلی ؛له ایران سره د امریکا او صیهونیسټانو د مخالفت دلیل اسلام دې ځکه چی په ایران کې اسلام ښکاره او د هغو د طمو مخه نیسی .
دتهران درستو ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب معظم لارښوددخپلې وینا په دوام کې له اسلام سره د مستکبرانو د دښمنۍ د علت درک کول د اسلامی هیوادونو د مسولانو دنده بللې او جوته یې کړې ده، اسلامی حکومتونه باید پوهه شی چی له یوه اسلامی هیواد سره له ملګرتیا او بل هیواد سره له دښمنۍ د امریکا هدف د اسلامی نړۍ د وحدت مخنیوې او د اسلامی ټولنو له ګټو د مسلمانانو د ګډ درک د لارې پر سر د خنډونو رامینځته کول دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د انسانی ټولنو په ودې او غوړیدا کې د اسلام بې بدیله وس ، تمدن ته د بڼه ورکولو ظرفیت او له ظلم او تیری سره په مقابله کې د اسلام قدرت د اسلام له سپیڅلی دین سره د مستکبرانو د دښمنۍ اصلی دلیلونه بللی او فرمایلی دی ، د اسلام په نوم د ترهه ګرو ډلو جوړول او د اسلامی هیوادونو ترمینځ درز رامینځته کول د امریکا او صیهونیسټ رژیم سپیرې دسیسې دی .
ورځپاڼومخکې لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې روښانه کړې ، چورتالان کونکی د سیمې له ځینو هیوادونو سره ملګری دی او د دغه کار د دوام لپاره هڅه کوی د ایران اسلامی جمهوریت یا تشیع د هغو دښمن وبریښوی ، خو ټول باید دغه ټکی درک کړی چی د زور ویونکو په وړاندې اتحاد او دریدا د اسلامی نړۍ د پرمختګ لاره ده .
د رهبرۍ ستر مقام د ایران له ملت سره په مخالفت کې د امریکا د تیرو او موجودو ټولو مسولانو ګواښونکی او ګډ سیاستونه ، د دغه هیواد د درستو سیاسی بهیرونو د مسولانو له خباثته د ډک نیت نښه بلله او زیاته یې کړه امریکایانو په ټولو وختونو کې په ایران د ګوزار کولو لپاره هر څه چی کولې شول ، کړی ئې دی خو ټول دې پوهه شی هر څوک چی د ایران د ملت پر ضد تیرې وکړی بې شکه په تاوان به شی .
دایران زیاتره ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو ته په خطاب کې له هغو وغوښتل خلکو سره ژمنه وکړی چی د هیواد د چارو د پرمختګ ، اقتصادی پراختیا او د غوټو د خلاصولو لپاره یې سترګې د ایران له پولو بهر ته نه وی.
= داهم دتهران جهموری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې بیا لیکلی دی ، دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش په جینوا کې له یمن سره دمالی مرستوکونکو هیوادونو په کنفرانس کې په یمن کې دسولې له خبرواترو دملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې څخه په غوښتنې سره ،دیمن په ضد په جنګ کې د ماشومانو او ښځو دمرګ ژوبلو دزیاتیدا په باب د خطرې ټلۍ ګړنګولې او خبرداری ئې ورکړی ، موجوده احصائې ددې ښودنه کوی چې په یمن کې له پنځو کلونو کم ماشومان دغیر طبیعی دلیلونو په اساس په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوی ،یعنی دمونږ د همدغه کنفرانس د ترسره کیدا په وخت به هم کابو پنځوس ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وی ،په داسې حال کې چې مونږئې مخه نیولی شو.
دسورئې پوځ دهغو سیمو له آزادولو وروسته چې دحماه ولایت په شمال کې د مورک ښار جنوبی دروازه شمیرل کیږی ، په ادلب ولایت کې خان شیخون ښار لس کلومیټرۍ ته رسیدلی دی .
دمصر یوه فعال شناندی او خبریال حمدی قندیل داردن پر پاچا ملک عبدا.... په سختو نیوکو سره په ډاګه کړې ، په ویډیو ئی او آډیوئی بڼو کې دتاسو دخیانت تاریخ او ثبوت له مونږ سره موجود دی او که ضرورت شو نو دنړۍ نندارې ته به ئې وړاندې کړو.
دایران داسلامی جمهوریت د انتخاباتو دکمیشن مشر علی پورعلی مطلق په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دولسمشرۍ انتخابات به دنړۍ په یو سل دو هیوادونو کې دایران داسلامی جمهوریت د په یوسل یو دیرشو نمایندګیو کې درایو په دوه سوه نهه شپیته صندوقونو کې واچول شی .
دفرانسې د ولسمشرۍ دانتخاباتو دوهم پړاؤ ته په غزیدا او دځینو زوړپالو کاندیدانو رامخکې کیدا د دې ښودنه کوی چې اروپائی اتحادیه د ویشل کیدا له جدی خطرې سره لاس اوګریوان ده .
دعراق دالحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک قوماندې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، ولسی مبارز ځواک له پرون سهار راهسې د موصل په جنوب لودیځی برخې کې د الحضر ښارګی او دشاوخوا سیمو د آزادولو پراخ عملیات پیل کړی دی او له دې سره په یو وخت ئې دموصل ښار په لودیخی برخې کې حی التنک سیمه هم په بشپړ ډول آزاده کړې ده .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دعراق وسله وال پوځ او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک دموصل په لودیځی برخو کې د داعشی تکفیریانو له کلابندۍ څه دپاسه دوه نیم لکه عام خلک ژغورلی دی
دافغانستان په مزارشریف کې دطالبانو ډلې له مرګونی حملې وروسته د دغه هیواد دفاع وزیر او دپوځ لوی درستیز دولسمشر په حکم سره له خپلو څوکیو لیرې کړائ شوی دی او دهغوی په ځای نوی قوماندانان منصوب شوی دی . داپه داسې حال کې دی چې افغان ولس د خپل پوځ پر قوماندانانو د بې وسۍ له امله سختې نیوکې کوی او وائی چې دوی د افغانستان دملی اردو نامه شرمولې ده ځکه زیاتره پکې په بډورشوتونو اودرغلیو تورن دی او ځینی نور قوماندانان هم بې کفایته دی .
په داسې حال کې چې په سعودی عربستان کې میرمنې د دوهمې درجې ښاریزې شمیرل کیږی د تکفیریانو او جنایتکارو ترهه ګرو نیکۀ یعنی سعودی عربستان دملګروملتو د ښځو دحقوقو دکمیشن دمشرۍ څوکۍ په غاړه واخسته .
دشمالی کوریا مشرانو امریکا د نائیټروجنی بم په حملې وګواښله چې له دې وروسته دامریکا سیاسی او پوځی چارواکو یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړې چې جزیات ئې نه دی خپره شوی .
د روسیې چارواکو په وارمخکې ایټمی حملو دانګلستان دګواښونو په غبرګون کې ټینګار کړی ، که انګریزان د ایټمی وسلو لرونکی یوه هیواد په ضد ایټمی حملهوکړی ، نو دمځکه له مخه به ئې نامه ورکه شی .
دپاکستان په کراچۍ کې وسله والو کسانو بیان یو شمیر کسان په وینو کې لیت پیت کړل ویل کیږی ، په داسې حال کې چې په کراچۍ ستر بندری ښار کې د پوځ اورینجرز ځواک په وسیله د ترهه ګرو په ضد پاکونکی ردالفساد نومې عملیات دوام لری ، وسله والو کسانو په کورنګی سیمې کې په عامو خلکو په ډزو سره درې کسان وژلی او یوشمیر نور ئې هم ټپیان کړی دی .
په افغانستان کې په ننګرهار ولایت کې د داعشی ترهه ګرو په ضد دافغان ځواک په پلټونکو عملیاتو کې اولس داعشیان هلاک اویوشمیر نور هم ټپیان شوی دی .
دبحرین انقلابی ولس یو ځل بیا د خپلو مبارزو روحانی مشرانو په ملاتړ کې مظاهرو ته مخه کړې او اعلان ئې کړی چې ترڅو ئې خپل حقه حقوق ترلاسه کړی نه وی او دهغوی دروحانی مبارزو مشرانو په خلاف د آل خلیفه رژیم جنایتونه پای ته نه وی رسیدلی خپلو اعتراضیه سوله غواړو مظاهرو ته به دوام ورکړی .
د مصر په سینا صحرا سیمې کې د دغه هیواد پوځی ځواک د ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دولس ترهه ګرهلاک او دهغوی یوشمیر پټنځایونه هم تباه کړی دی .
دغې ورځپاڼې همداراز دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر سیمې کې دهندی عسکرو او عامو خلکو ترمینځ په اخ وډب زیاتیدو هم یوه مقاله لیکلی ده . په دغې مقالې کې لیکل شوی دی دکشمیر شخړه پوځی حل لاره نه لری .
په مقالې کې زیاته شوې ،د هند د فوځ پخوانی قوماندان د دغه هېواد ترکنټرول لاندې د کشمیر د بحران د هواری لپاره د سیاسی خبر اترو د شروع کولو په لازموالی په ټینګار سره ویلی دی، د دغې سیمې بحران فوځی حل لاره نه لری.جنرل پرکاش ملک پرون د هندوستان په جنوب کښې د هنرو ساینس او سوداګرۍ په پوهنتون کښې په خپلې وېنا کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د خلقو د احتجاجونو زیاتېدو او امنیتی ځواکونو او پولیسو په لور د کاڼو ویشتو ته په اشارې سره وویل، د هندوستان سیاسی مشران پکار دی له خلقو سره د خبرو اترو او د غلط فهمیو د لیرې کولو په خاطر د خبرو اترو د پیلولو لپاره له خپل ټول توانه کار واخلی.
پرکاش ملک زیاته کړه، پکار نه دی د کشمیر د سیمې د مشکل د هواری لپاره یوازې په وسله والو ځواکونو بسنه وشی .
= اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخسی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .
(البته باید ووایو چې د دغو ورځپاڼو دغه لیکنې د دوی خپل دریځونه دی )
= دکابل چاپ ځینونننیو ورځپاڼو په شاهین قول اردو د حملې، د چارواکو د استعفاوو او د امریکا او د افغانستان پر اړیکو لیکنې او تبصرې کړی دی.
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی په شاهین قول اردو حمله د حقانی شبکې له خوا په پېښور کې پلان شوې وه.
وړاندې په مطلب کې راغلی حقانی شبکه د پاکستان استخباراتو پورې اړوند شبکه ده چې د لیکوال په باور دغه شبکه په مستقیم ډول د پاکستانی جنرالانو له لوری رهبری کېږی.
= اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له قوله لیکلی په هر ډول چې کېږی د افغانستان دښمنان باید وځپل شی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی د افغانستان د دفاع د پخوانی وزیر او د پخوانی لوی درستیز له استعفا وروسته په دغه وزارت کې نور بدلونونه هم راغلل.
په سرمقاله کې یادونه شوې که څه هم دواړو چارواکو ویلی وو چې استعفاوې یې د ملی ګټو او ملی مصلحت لپاره ورکړې، خو د لیکوال په باور د دوی کمزوری مدیریت و چې افغانستان کې یې جګړه پراخه شوه او د افغان سرتېرو تلفات هم ورسره زیات شول.
= دنیا ورځپاڼې د مشرانو جرګې په حواله لیکلی د افغانستان حکومت باید امنیتی سټراټیژۍ ته بدلون ورکړی.همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ،ایا د افغانستان لپاره بله ناکامه سټراټیژۍ جوړېږی؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلی د امریکا په پالیسیو کې د افغانستان او سیمې حالات په منطقی ډول نه دی ارزول شوی، په ترتیب شوې سټراټیژۍ کې نه له وسله والو سره د جدی مبارزې څرک لګېږی او نه هم له افغانستانه بهر د وسله والو د پټنځایونو د ورکولو په اړه څه په کې شته.
د لیکوال په باور دغه ډول سټراټیژۍ، ځکه مؤثره نه شی تمامیدلی چې یوازې پکې د ترهګرۍ له څانګو او شاخونو سره مبارزه کېږی، کله هم د دغې پدیدې د رېښو ــ چې په پاکستان کې دی، د قطع کولو فکر نه دی شوی.
= د انیس دولتی ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د شرایطو حساسیت ته په کتو اړتیا ده چې د ملی وحدت حکومت په سیاست کې له بشپړ عقل کار واخلی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی حکومت باید د امنیتی ځواک د لیکو د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې هڅې وکړی او همدارنګه په ټول افغانستان کې د وسله والو د ځپلو لپاره جدی تدابیر ونیول شی.
د بلې دولتی ورځپاڼې هېواد د سرمقالې عنوان دی له افغانستان سره د امریکا ملاتړ حیاتی ارزښت لری.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی له افغانستان سره د امریکا سیاسی، اقتصادی او پوځی ملګرتیا زیات بدلون موندلی چې د لیکوال په خبره په تېرو دوو اونیو کې کابل ته د امریکا د دوو لوړ رتبه چارواکو راتګ یې ښه بېلګه کېدای شی.