د نړۍ ترټولو خطرناک کسان، ټرمپ او محمد بن سلمان
انډیپنډنټ برطانوي ورځپاڼې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نړۍ ترټولو خطرناک کسان وبلل.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې ویب سایټ لیکلي چې د زیاتره خلکو له نظره ډونلډ ټرمپ د دنیا ترټولو خطرناک انسان دی چې راتلونکې اونۍ به سعودي عربستان ته لاړ شي او هلته به د دغه هیواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري کوم چې د بې ثباتۍ په رامینځته کولو کښې له ټرمپ وروسته په دویم نمبر دی.
دغې برطانوي ورځپاڼې لیکلي چې ۳۱ کلن محمد بن سلمان په حقیقت کښې د خپل ۸۱ کلن پلار د ناتوانۍ په وجه د عربستان اصلي واکمن دی او د تجربې په نشتوالي، تندخویۍ او په هغو ناسمو قضاوتونو مشهور دی چې د دفاع وزیر په توګه یې په دې تیرو دوو کالو کښې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي: شهزاده سلمان چې د عربستان دفاع وزیر هم دی، د سوریې په چارو کښې له لاسوهنې سربیره یې په یمن کښې هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې داسې جنګ پیل کړی چې تراوسه روان دی او ۱۷ میلیونه کسان یې له قحطۍ سره مخامخ کړي دي او د ټرمپ په شان بې احتیاطه او د خپلو اقداماتو له پایلو له بې پروا کس سره د هغه یوځاې کیدل به سیمه او نړۍ لاډیره ناامنه کړي.