ترکیه له ایران سره په ګډه پوله کښې دیوال وهي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i47404-ترکیه_له_ایران_سره_په_ګډه_پوله_کښې_دیوال_وهي
د ترکیې د وزاعظم دفتر ته نزدې سرچینو له ایران سره د دغه هیواد په ګډه پوله کښې د ۱۴۴ کیلومیټري دیوال جوړولو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2017 16:16 Asia/Kabul
  • ترکیه له ایران سره په ګډه پوله کښې دیوال وهي

د ترکیې د وزاعظم دفتر ته نزدې سرچینو له ایران سره د دغه هیواد په ګډه پوله کښې د ۱۴۴ کیلومیټري دیوال جوړولو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ.

د العالم چینل د رپورټ له مخې د ترکیې د وزیراعظمۍ په دفتر پورې پیئلې د استوګنې د تاسیساتو د ادارې مشر اناتولي خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: په ایګدیر او آغري ولایتونو کښې د ایران او ترکیې په ګډو پولو کښې ۱۴۴ کیلومیټره اوږد دیوال جوړیږي.

ارګون توران دې ټکي ته په اشارې سره چې له ایران سره د ترکیې په پوله کښې د دیوال جوړولو پروژه به په پنځو مرحلو کښې جوړه شي، زیاته کړه: د دې دیوال د جوړیدو وړومبی پړاو به تر کابو څلورو میاشتو بشپړ شي.

په یاد دیوال کښې پنځلس ځایونه د اوړیدو لپاره په نظر کښې نیول شوي دي.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د دې دیوال لوړوالي درې میټره دی، وویل: دا دیوال له یوځایه بل ځاې ته د وړلو وړ دی او له کنکریټو جوړیږي.

ایران او ترکیه ۵۵۰ کیلومیټره ګډ سرحد لري.

د ترکیې دغه چارواکي په عین حال کښې وویل چې له سوریې سره د ترکیې په ګډه پوله کښې هم یو دیوال جوړیږي.