په داعش ضده ائتلاف کښې د امریکې استازی دې څنګته شي
د ترکیې په سوریې او عراق کښې د سوریې له کرد مخالفو وسله والو په ملاتړ باندې تش د نامې په داعش ضده ائتلاف کښې د امریکې د استازي په تورنولو سره د هغه د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن وویل: برټ مکګورک د سوریې له کرد مخالفینو او د ترکیې د کردستان د کرګرانو د ګوند (پي، کی، کی) ملاتړ کوي.
دا خبره د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان د وړمې ورځې له کتنې وروسته مطرح شوه.
د امریکې په مشرۍ د شپیتو هیوادونو تش په نامه داعش ضده ائتلاف له دغې ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه د ۲۰۱۴ کال له ستمبر میاشتې د سوریې او عراق په خاوره کښې هوايي بریدونه پيل کړي دي.
خو دغه ائتلاف چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له اجازې پرته جوړ شوی دی له دغې ډلې سره له مرستې او د سوریې او عراق د بیخ بیناو له ورانولو پرته یې بل کار نه دی کړی.