په فیلپین کښې د سعودی عربستان او ترکیې ترهګر شته .
-
د فیلپین ولسمشر روډریګو دوترته په میندانائو کښې دمراوي ښار د پاکولو د عملیاتو حکم ورکړی .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی په فیلپین کښې امنیتی سرچینو په مائوته ترهګرې ډلې کښې د سعودی عربستان او دترکیې دټروریسټانو دشتون خبر ورکړ .
دفیلپین یوه(۱) امنیتی چارواکې چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل داعش ته په اړونده مائوته ترهګرې ډلې کښې د سعودی عربستان، انډونیزیا ، مالیزیا ، پاکستان، چیچنیا ، هندوستان، مراکش او دترکیې ټروریسټان شتون لری .
ددغه راپور پراساس له پینځو سوو(۵۰۰) ترهګرو چې په تیرې سه شنبې ورځ یې د فیلپین په میندانائو جزیرې کښې مراوی ښار نیولی وو کابو څلویښت(۴۰) فیصده ټروریسټان له خارجی هیوادونو په تیره بیا دمینځنی ختیځ له عربو هیوادونو ورغلی وو .
د فیلپین ولسمشر روډریګو دوترته په میندانائو کښې د پوځی حکومت په اعلانولو سره دمراوی ښار د پاکولو د عملیاتو حکم ورکړی او تراوسه نوی(۹۰) فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوی دی .