امریکا دسعودی عربستان له تجربو ګټه پورته کوی .
-
امریکا او سعودي عربستان اوځینې نور هیوادونه کوشش کوي چې په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو دماتي مخه ونیسي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا دخارجه وزیر مرستیال اسټوارډ جونز په واشنګټن کښې یوه(۱) خبری کانفرنس ته وویل امریکا د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې دسعودی عربستان له تجربو پوره پوره ګټه پورته کوی او زیاته یې کړه چې واشنګټن به دټروریزم پرضد جنګ کښې دفارس خلیج له عربو هیوادونوسره مشورو ته دوام ورکړی .
هغه وویل دسعودی عربستان په ریاض کښې دامریکا او دفارس خلیج دعربو هیوادونو دمشرانو په غونډې کښې دایران د لاسوهنو په هکله سخت دریځ غوره کړی شو.
دامریکا دباندنیو چارو د وزیر مرستیال اسټوارډ جونز وویل یو (۱)کال وروسته به د فارس خلیج دعربو هیوادونو غونډه په واشنګټن کښې وشی او دترهګرۍ پرضد دجنګ دهدفونو او هغوې ته درسیدا په اړه به غور وشی .
هغه وویل امریکا به دترهګرۍ له ټولو بڼو سره د مقابلې لپاره له سعودی عربستان سره یوځاې په ګډو پلانونو کار وکړی .
د ویلو ده چې امریکا او سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو په تیره بیا دالقاعده ، داعش ، احرار الشام ، جبهه النصره وغیره اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی هیوادونه دی .
امریکا او سعودی عربستان اوځینې نور هیوادونه کوشش کوی چې په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو دماتی مخه ونیسی .
سعودی عربستان خپل هیڅ واک او اختیار نلری او هر حکم چې امریکا یې ورته ورکړی نو ترسره کوی
څرنګه چې سعودی عربستان دامریکا او اسرائیلو په حکم دتش په نامه داسلامی هیوادونو یو (1)جعلی پوځی ائتلاف جوړ کړی چې هدف یې له ایران سره مقابله کول دی .