په سوریې کښې دجنګ سخت شرایط تیر شوی .
-
دحلب په ازادیدا سره په تیرو میاشتو کښې دداعش ډلې د دیره کیدا مرکز دکاملې ماتي په درشل کښې ورغلی دی .
زمونږ خبریال وایی دسوریې ولسمشر بشار اسد دهند له ویون(WION) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دهیواد حالاتو او په مختلفو سیمو کښې د ترهګرو پرضد د سوریې د عسکرو او دهغوې د متحدانو د پرمختګ دبهیر په بیانولو سره وویل
دحلب په ازادیدا سره په تیرو میاشتو کښې دداعش ډلې د دیره کیدا مرکز دکاملې ماتی په درشل کښې ورغلی دی او دعمل نوښت د سوریې دپوځیانو په لاس کښې دی .
هغه په خان شیخون ښار د اپریل په میاشتې کښې د سوریې په حکومت د کیمیاوی وسلو دحملې تور بې اساسه وباله او ویې ویل ددغه بلا غوښتنې هدف دسوریې دعسکرو بدنامول او جنایتکارو ترهګرو ته د روحیې او مورال ورکول دی .
دسوریې ولسمشر بشار اسد په دې خبرې سره چې دسعودی عربستان ، قطر، ترکیې ، امریکا، فرانسې او انګلستان په شان هیوادونه سیاسی هدفونو ته درسیدا لپاره دترهګرۍ ملاتړ کوی وویل که چیرې له ټروریسټانو ددغو هیوادونو ملاتړونه بند شی نو په لنډه موده کښې به د ترهګرو ماتی امکان ولری .