اسرائیلو د قطر او عربو داړیکو دخرابیدا هرکلی وکړ .
-
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر پرون له قطر سره داړیکو غوڅول اعلان کړل .
فارس خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین له قطر سره د فارس خلیج دځینو عربو هیوادونو د اړیکو دغوڅیدا په هرکلی سره هغه داسرائیلو لپاره یو (۱)فرصت وباله .
هغه دفارس خلیج له عربو هیوادونو سعودی عربستان، قطر، متحده عربی اماراتو او له مصر سره د ملګرتیا لپاره د ګروهنې په ښودلو سره چې له قطر سره یې اړیکې غوڅې کړی دی وویل دغه پیښه داسرائیلو لپاره مهم فرصت دی .
د اسرائیلو رژیم د اطلاعاتو وزیر یسرائیل کاتس هم وویل له قطر سره دعربو هیوادونو داړیکو غوڅول یو(۱) ستونزه رامینځته کونکی او تازه حقیقت دی .
په قطر کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت دکارکونکو پخوانی مشر ایلی ابیدر هم ددغه رژیم چارواکو ته سپارښتنه وکړه په فلسطین کښې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره د سعودی عربستان او د قطر ترمینځ له رامینځته شوی تاوتریخوالی استفاده وکړی .
سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ، بحرین او مصر پرون له قطر سره داړیکو غوڅول اعلان کړل .
دغوڅلورو(۴) هیوادونو قطر له ترهګرۍ په ملاتړ او دعربو هیوادونو په چارو کښې په لاسوهنې او دملی امنیت په ګواښلو او ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، بحرین وغیره له قطر، ترکیې، امریکا، اسرائیلو ، انګلستان، فرانسې وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، یمن ، لیبیا ، پاکستان وغیره کښې دترهګرو ډلو اصلی ملاتړی او مرسته کونکی رژیمونه دی .