امریکا اوس هم له داعش ډلې سره مرستې کوی .
-
هغه وخت چې داعش ډله دشاتګ په حال کښې وي نو امریکا له دغه ډلې سره وسله والې او مالي مرستې کوي .
زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل امریکا او نړیوال ائتلاف هماغه راز دسوریې په تدمر او دیرالزور سیمو کښې له داعش ډلې سره مرستې کوی او دغه ډله پیاوړی کوی .
دروسیې د وسله والو ځواکونو د عملیاتی ادارې قوماندان سرګی رودسکوی دامریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف په کړچار سختې نیوکې سره وویل په داسې حال کښې چې روسیه او دهغې ملاتړی هیوادونه له داعش ډلې سره دمبارزې په اصلی کرښې کښې دی امریکا دسوریې په تدمر او دیرالزور کښې له داعش ډلې سره مرستې کړی دی او دغه ډله یې پیاوړی کړی ده .
هغه وویل له داعش سره دمبارزې او د اووربند دتړون له دوام سره په یووخت دسوریې په ډیرو سیمو کښې کورنی جنګ بند شوی خو امریکا دخپلو ژمنو په خلاف ورزیو سره د اووربند پروسې ته تاوان رسوی .
دروسیې دپوځ چارواکی سرګی ردوسکوی په دې خبرې سره چې داعش ، النصره جبهه او فتح الشام ترهګرې ډلې په اووربند کښې نه دی شاملې او له هغوې سره مبارزه دوام لری وویل هغه وخت چې داعش ډله دشاتګ په حال کښې وی نو امریکا له دغه ډلې سره وسله والې او مالی مرستې کوی .
داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګره ډله امریکا، سعودی عربستان ، انګلستان ، فرانسې ، قطر، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربی اماراتو وغیره د مسلمانو هیوادونو دکمزوری کولو ، دمقاومت دجبهې دله مینځه وړلو ،دمسلمانو هیوادونو د ویشلو او د شیعه او د سنی په نوم دمسلمانانو ترمینځ د اختلافاتو د زیاتولو او د اسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولو لپاره په ګډه جوړه کړی ده .