ترکیه په قطر کښې پوځیان دیره کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49552-ترکیه_په_قطر_کښې_پوځیان_دیره_کوی_.
زمونږخبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له قطر سره د پوځی اړیکو د پراخولو لپاره لایحه تصویب کړه چې پکښې په دوحې کښې د ترکیې دعسکرو د دیره کولو موافقه هم شامله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2017 00:44 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان خپل هیڅ واک او اختیار نلري او تل دامریکا سیاستونه او حکمونه اجرا کوي .
    سعودي عربستان خپل هیڅ واک او اختیار نلري او تل دامریکا سیاستونه او حکمونه اجرا کوي .

زمونږخبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له قطر سره د پوځی اړیکو د پراخولو لپاره لایحه تصویب کړه چې پکښې په دوحې کښې د ترکیې دعسکرو د دیره کولو موافقه هم شامله ده .

دترکیې دغه اقدام د فارس خلیج له څو عربو هیوادونو سره دقطر د شخړې په بهیر کښې له دوحې سره د انقرې د ملاتړ ښودنه کوی .

سعودی عربستان ، بحرین ، مصر او متحده عربی اماراتو دامریکا په حکم او اجازې سره او داسرائیلو د خوشحالولو لپاره له قطر سره ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړی او دغه هیواد یې له ترهګرې په ملاتړ تورن کړی دی .

خو دنړۍ ټول خلک پوهیږی چې دسعودی عربستان  په شمول اکثره عرب هیوادونه له امریکا او انګلستان سره یوځاې د داعش او دنورو ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مرسته کونکی هیوادونه دی .

سعودی عربستان خپل هیڅ واک او اختیار نلری او تل دامریکا سیاستونه او حکمونه اجرا کوی او د مسلمانوهیوادونو ترمینځ د اختلافاتو او داسرائیلو لپاره دامن حاشیې دبرابرولو کوشش کوی .