دامریکا د ولسمشر سیاستونه ددرک وړ نه دی .
-
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ولې په قطر چې دامریکا دیوې(۱) مهمې پوځي اډې کوربه دی یرغل وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی له قطر سره د سعودی عربسان د شخړې د رامینځته کیدا په بهیر کښې له ریاض څخه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له پلویتوب وروسته دپخوانی ولسمشر باراک اوباما دبهرنی سیاست سلاکار بن روډز (Ben Rhodes)ډاګینه کړه په فارس خلیج سیمه کښې د ټرامپ سیاستونه د درک وړ نه دی .
هغه وویل هیڅوک نه پوهیږی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ولې په قطر چې دامریکا دیوې(۱) مهمې پوځی اډې کوربه دی یرغل وکړ .
دامریکا ولسمشر ټرامپ په داسې حال کښې چې هیواد یې دسعودی عربستان په څنګ کښې په سیمه کښې د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلی ملاتړی دی پرون وویل قطر باید دترهګرو له مالی تامینولو لاس واخلی .
خو د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د ولسمشر ټرامپ دڅرګندونو په اپوټه د سعودی عربستان او دهغه د ملګرو عربو هیوادونو لخوا د قطر دکلابندۍ دختمیدا غوښتنه وکړه .
ځینې سیاسی شناندی وایی چې دقطر شخړې یو(۱) ځل بیا وښودله چې دامریکا ولسمشر ټرامپ ، خارجه وزارت ، ، دفاع وزارت پینټاګان او ولسی جرګه کانګرس دخارجی سیاست له حساسو فیصلو نه دی خبر کړې شوی او ټرامپ دخپل تشخیص پراساس فیصلې کوی .