عربستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر پوښتنې راپارؤنکی دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دامریکا د کانګرس د ډیموکراټانو لږکی مشرې میرمن نینسی پلوسی بیګا د امریکا له ایم ایس این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وویل ، ډونالډ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته لاړ او دغه اقدام دستمبر په یولسمې نیټې ترهه ګرو پیښو کې دریاض رول ته په پام سره ډیره غجیبه ښکاری .
دامریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو مشرې دې ته په اشارې سره چې هغه د ستمبر د یولسمې نیټې له پیښو سره اړونده په څیړنوکې ګډون لری، ووئیل، په امریکا کې ناسم خیالونه او فکرونه او همداراز په نوموړی حملې کې د عربستان د لاسوهنې په نسبت د دغه هیواد د خلکو ترمینځ شته دی .
څه موده مخکې د امریکا د ک انګرس د څیړنیزې کمیټې سره د اړونده اطلاعاتو په اته ویشت مخیز راپور چې د ۲۰۰۱کال دستمبر دیولسمې له حملو څو میاشتې وروسته برابر شوی ؤ خپور شو . د دغو سندونو په یوې برخې کې راغلی دی ، د الوتکو ځینی تښتونکی په داسې حال کې چې په امریکا کې وو ، دهغه کسانو له خوا ئې چې دعربستان له چارواکوسره ئې ارتباط درلود، ملاتړ شوی دی .په داسې حال کې چې د الوتکو په هغو نولسو برمتګرو کې چې دستمبر په یولسمې حملو کې ئې برخه اخستې وه ، پنځلس کسان دعربستان ښاریز ؤ ،همدغه سعودی عربستان ته د امریکا داوسنی جنجالی ولسمشر لومړنی بهرنی سفر له شکونو اوابهاماتو ډک دی .