عربستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر پوښتنې راپارؤنکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49596-عربستان_ته_د_ډونالډ_ټرمپ_سفر_پوښتنې_راپارؤنکی_دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دامریکا د کانګرس د ډیموکراټانو لږکی مشرې میرمن نینسی پلوسی بیګا د امریکا له ایم ایس این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وویل ، ډونالډ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته لاړ او دغه اقدام دستمبر په یولسمې نیټې ترهه ګرو پیښو کې دریاض رول ته په پام سره ډیره غجیبه ښکاری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2017 09:54 Asia/Kabul
  • عربستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر پوښتنې راپارؤنکی دی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دامریکا د کانګرس د ډیموکراټانو لږکی مشرې میرمن نینسی پلوسی بیګا د امریکا له ایم ایس این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وویل ، ډونالډ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته لاړ او دغه اقدام دستمبر په یولسمې نیټې ترهه ګرو پیښو کې دریاض رول ته په پام سره ډیره غجیبه ښکاری .

دامریکا په کانګرس کې  د ډیموکراټانو مشرې  دې ته په اشارې سره چې  هغه د ستمبر د یولسمې نیټې له پیښو سره اړونده په څیړنوکې ګډون لری، ووئیل، په امریکا کې ناسم  خیالونه او فکرونه او همداراز  په  نوموړی  حملې کې  د عربستان  د لاسوهنې  په نسبت  د دغه هیواد د خلکو ترمینځ  شته دی .

 څه موده مخکې  د امریکا د ک انګرس  د څیړنیزې  کمیټې سره  د اړونده اطلاعاتو  په اته ویشت مخیز راپور  چې  د ۲۰۰۱کال دستمبر دیولسمې له حملو   څو میاشتې وروسته برابر شوی ؤ  خپور شو .  د دغو سندونو په  یوې برخې کې راغلی  دی ، د الوتکو  ځینی تښتونکی  په داسې حال کې چې  په امریکا کې وو ، دهغه کسانو له خوا ئې چې  دعربستان له چارواکوسره ئې ارتباط درلود،   ملاتړ شوی دی .په داسې حال کې  چې  د  الوتکو  په هغو  نولسو برمتګرو کې  چې دستمبر په یولسمې حملو کې ئې برخه اخستې وه ،  پنځلس کسان  دعربستان ښاریز  ؤ  ،همدغه سعودی عربستان ته د امریکا داوسنی جنجالی ولسمشر  لومړنی بهرنی سفر  له شکونو اوابهاماتو ډک دی .