دیمن دتعز په خوا کښې سخت جنګونه روان دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49660-دیمن_دتعز_په_خوا_کښې_سخت_جنګونه_روان_دی_.
زمونږخبریال وایی خبری سرچینو دیمن په جنوب کښې د تعز ښار په خوا کښې دسعودی عربستان له ګوډاګیانو سره د پوځ او ولسی کمیټیو د سختو جنګونو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2017 01:59 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن کښې هیڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او ماتي یې خوړلي ده .
    سعودي عربستان په یمن کښې هیڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او ماتي یې خوړلي ده .

زمونږخبریال وایی خبری سرچینو دیمن په جنوب کښې د تعز ښار په خوا کښې دسعودی عربستان له ګوډاګیانو سره د پوځ او ولسی کمیټیو د سختو جنګونو خبر ورکړ .

دیمن دتعز په خوا کښې په دغو جنګونو کښې پوځ او ولسی کمیټیانې وتوانیدلې السلوی سیمه په خپل کنټرول کښې ورولی .

دغه جنګونه اوس دتعز دجنوب په خوا کښې الشقبات سیمې ته غزیدلی او نښتې دوام لری .

دیمن تعز ښار پرون د التشریفات پوځی اډې په خوا کښې د جنګونو د له سره پیلیدا کتونکی وو او ښکیلو خواو په پراخ ډول دیوبل په مورچو او مرکزونو حملې وکړې .

سعودی عربستان دامریکا  او د اسرائیلو په حکم او دمتحده عربی اماراتو او د اردن په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې څه دپاسه دیرش زره (۳۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوی او په میلیونونو خلک کډوال شوی او بیخ بنایی تاسیسات هم تباه شوی .

دسعودی عربستان پوځی تیریو دیمن بې وزله هیواد دخوارکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړی او دغه چاره په هیواد کښې د ډیرو خطرناکو ناروغیو د خپریدا سبب شوی ده .

سعودی عربستان په یمن کښې هیڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او ماتی یې خوړلی ده .