عراق دقطر له څنګ ته کولو سره مخالف دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49918-عراق_دقطر_له_څنګ_ته_کولو_سره_مخالف_دی_.
فارس خبری اژانس وایی دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی پرون ټینګار وکړ چې بغداد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو لخوا د قطر له څنګ ته کولو سره مخالف دی ځکه چې دغه چاره عادی خلکو ته تاوان رسوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2017 01:14 Asia/Kabul
  • دایران داسلامي جمهوریت په شمول ډیر هیوادونه د قطر دکلابندۍ پرخلاف دي .
    دایران داسلامي جمهوریت په شمول ډیر هیوادونه د قطر دکلابندۍ پرخلاف دي .

فارس خبری اژانس وایی دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی پرون ټینګار وکړ چې بغداد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو لخوا د قطر له څنګ ته کولو سره مخالف دی ځکه چې دغه چاره عادی خلکو ته تاوان رسوی .

هغه سعودی عربستان ته خپل ننی  سفر ته په اشارې سره وویل زه به په دغه سفر کښې د سعودی عربستان له چارواکو وغواړم د قطر پرضد د تورونو په اړه توضیح ورکړی .

دایران داسلامی جمهوریت په شمول ډیر هیوادونه د قطر دکلابندۍ پرخلاف دی .

سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، بحرین او مصر دامریکا او د اسرائیلو  په حکم او اجازې سره په تیرې دوشنبې ورځ له قطر سره سیاسی او ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې .

دغو څلورو(۴) عربو هیوادونو له قطر څخه غوښتنه وکړه چې دفلسطین له اسلامی مقاومت غورځنګ حماس څخه ملاتړونه ختم کړی او دعربو دهیوادونو د مسایلو په هکله له دوې سره غږملتیا وکړی .

سعودی عربستان خپل هیڅ اختیار او واک نلری او په سیمه کښې دامریکا ، اسرائیلو او د انګلستان دسیاستونو اجرا کونکی او دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .