دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49946-دتهران_او_کابل_چاّپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ،له مونږسره ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 14, 2017 08:38 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ،له مونږسره ووسئ

داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ  ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دایران داسلامی  جمهوریت د ولسمشر  حسن روحانی په مشرۍ  دکلتوری انقلاب  دشورا په غونډې کې  د ښونې اوروزنې   له برخې سره اړونده  ۲۰۳۰سند لغوه  او دحکومت له ایجنډا بهر کړائ شو . ۲۰۳۰سند  هغه  قانون دی چې د نورو هیوادونولپاره  ئې دملګروملتو اړونده  اداره  ټاکی  او دښونې  او  روزنې  په چارو کې   یو ډول مداخلت  حسابیږی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،دامریکا جنګ وزیر جیمز ماتیس  د دغه هیواد  دکانګرس  د پوځ او وسله والو ځواکونو دچارو په کمیشن کې پخپلې وینا کې  ویلی دی  دامریکا دپوځ دتیارسی   د اندازې   په ټیټې  سوئې شونه  د دغه هیواد لپاره  ډیره د  اندیښنې وړ خبره ده .باید  دامریکا حکومت په نورو هیوادونو کې خپل زیاتره  مرکزونه او پوځی اډې  دې وتړی   

 دسورئې پوځ او مقاومتی ځواک  پخپلو ورستیو  پرمختګونو  کې  توانیدلی  دتدمر په ختیځ کې  څه  دپاسه  سل مربع کلومیټر سیمه له داعشی تکفیریانو آزاده کړی ، وئیل کیږی په د غو عملیاتو کې   تکفیری ترهه ګرو ته درندې مرګ ژوبلې هم اوښتی اودهغوی په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی هم تباه شوی دی.

دامریکا نیویورکر اونیزې  پخپل یو وروستی راپور کې لیکلی دی ،   په عراق اوسورئې کې  دایران متحدانو  دیو شمیر هغو پوله ایزو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی چې  ایران  نیغ په نیغه  له مدیترانې سمندر سره  یو ځای کوی .

همداراز  دامریکا :هیل : نومې انټرنیټی سایټ  چې  دامریکا کانګرس سره اړونده دی ،  هم  د   : عربی هیوادونو اوقطر  ترمینځ  درامینځةشویو اختلافاتو بریالی او ګټه پورته کونکی ایران : په  عنوان سره   لیکلی دی ،  څو ورځې کیږی  چې    دعربستان ،بحرین اومصر په شان  عربی هیوادونو  پر قطر  خپل دباؤنه زیات کړی دی  او   دوحه ، نوره  د  یوه عربی هیواد  دپلازمینې په توګه په رسمیّت نه پیژنی . او  له دغې چارې دامریکا  ولسمشر ډونالډ  ټرمپ هم  ملاتړ کړی او  پر قطر ئې دباؤنه زیات کړی دی . 

فرانس پریس آژانس راپور ورکړی  په داسې حال کې  غزې تړانګه  دبریښنا له ډیر زیات کمښت سره  مخامخ ده ، دفلسطین  دکورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس   دمالی سرچینو په غوڅیدو سره لامل شوی ، څو  اسرائیل  غزې تړانګې ته   دبریښنا ورکول نوره هم کم کړی  او داموضوع  په دغې سیمې کې  دبریښنا دکمښت دبحران   دلازیاتولو لامل شوې ده او ویل کیږی چې له دې وروسته په  په ۲۴ساعتونو کې غزې تړانګه یوازې ۴۵دقیقې بریښنا ولری .

دفرانسې لومونډ ورځپاڼې  په یوه  راپور  کې لیکلی دی ،  عربستان   له قطر سره  د اړیکې دغوڅولو لپاره  دافریقا دلوئې وچې  پر  عربو هیوادونو ددباؤ دزیاتولو لپاره  له دغو هیوادونو سره  دمالی مرستو دغوڅولو او د دغو هیوادونو ښاریزو ته دحج اوعمرې  دویزو  دصادرولو په بهیر کې دمشکلاتو درامینځةکولو  ګواښ کړی دی . ځین راپورونه  د دې ښودنه کوی چې  آل سعود رژیم  د سږکال   حج مناسکو دقطر دښاریزو پر ګډون هم بندیز لګولی دی  ان تردې چې له آل سعود رژیم سره  یوه اړونده وهابی مفتی دا فتوا هم صادره کړې ده چې  تر څو  له قطری ښاریزو  سعودیان راضی نه وی ، دخدای په درګاه کې دهغوی روژې هم نه قبلیږی .

د روغتیائی چارو نړیوالې موسسې  ګواښ کړی  چې  دسعودی عربستان  له خوا د هوائی ،سمندری اومځکنیو  سختو کلابندیو له امله   په یمن کې ډول ډول  ناروغۍ خورې شوی  دی او که دغه  کلابندی زرترزره ختمه نه شی ،نو په یمن کې به په راتلونکو  څلور میاشتو کې  په   وَبا ناروغۍ دککړو   ناروغانو شمیر  له یو میلیون کسانو زیات شی .داپه داسې حال کې دی چې  تر دې دمه  په یمن کې د دغې ناروغۍ له امله  څه  دپاسه زرو کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، چې زیاتره پکې ماشومان  لیدل کیږی .

=   داهم جام جم  ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دانګلستان په لندن کې په ګرنفل  اوه ویشت پوړیزې ودانۍ کې  داوور  له امله چې بیګا  دځینو نامشخصو   لاملونو له امله  تر نن نیمې ورځې پورې   په اوور کې سوزید،  ویل کیږی   په لسګونو کسان پکې مړه او ټپیان شوی دی  البته   انګریز حکومت   یوازې ۳۵کسان ټپیان ښودلی او  له  مړو ښودلو ئې ډډه کړې ده .

دیمن دپوځ   سمندری ځواک   او ساحلی ګارډ  یونټونو  نن سهار وختی  د دغه هیواد په جنوب کې د مُخا  په سواحلو کې  دسعودی عربستان په مشرۍ  دعربو  امریکائی ائیتلاف  یوه جنګی  کشتۍ په توغندی ویشتی  اوتباه کړې ئې ده .راپورښئ دغه کشتۍ  د  تعز ولایت   دجنوب په سواحلو :ې  دیره وه او  د دغې سیمې  په ضد دحملو  دپرمختګ  لپاره ترې  استفاده کیدله  او په ماډرن  وسلو اوتجهیزاتو سبنال وه .

دامریکا دمشرانو  جرګې استازو د دوو ګوندونوله خوا  هغه پلان چې  موخه ئې  پر سعودی عربستان دامریکاد  پنځه سوه میلیون ډالروپه ارزښت دوسلو دخرڅلاؤ  مخنیوی ؤ  رد کړ او  پر سعودی عربستان ئې  دهر ډول  وسلو خرڅلاؤ ته مثبته رایه ورکړه .

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د سعودی عربستان له پاچا ملک سلمان  سره په ټیلیفونی تماس کې  د ریاض  او دهغو دملاتړو هیوادونو او قطر ترمینځ   درامینځةشوی شخړې دسیاسی  حل لارې غوښتنه وکړه او په دې  خبرې ئې زور ورکړی چې   رامینځةشوی شرائط  دنړیوالې ټولنې دانسجام  او له ترهه ګرۍ سره   دمبارزې په ګټه  نه دی .

دامریکا پخوانی خارجه وزیر جان کری  په ډاګه کړې چې ایران   د جامعې ایټمی موافقې  مادو اجرا ته بشپړپابند دی او  دغه  مقررات ئې  اجرا کړی دی او که د امریکا اوسنی  حکومت  دجامعې ایټمی موافقې   په اجرا کې خنډونه رامینځةکړی ،نو  نه یوازې   په نړیواله سویه به  د   دغې  موافقې په اجرا کومې اغیزې ونه کړی    ، بلکې   امریکا به په نړیواله سویه   منزوی  کړی .

دغې ورځپاڼې همداراز  دافغانستان دجنګ په باب د امریکا ددفاع وزیر وروستیو څرګندونو  په اړه  یوه  مقاله لیکلې ده او  وئیلی ئې دی ، امریکا حکومت  اوس په خود کې شوی چې  په بهرنیو  هیوادونو کې خپلې ځینی   مرکزونه او پوځی اډې باید وتړل شی.

   ورځپاڼې په دغې مقالې کې لیکلی دی ،   د امریکا دفاع وزیر جمیز ماتیس د دغه هیواد  په کانګرس کې  دپوځ دچارو دکمیشن دغړو په شتون کې پخپلې وینا کې  ویلی دی ، ډیر زر به د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ترمپ ته د افغانستان په شرائطو دغور لپاره بیلابیلې ټاکنې وړاندې کړی .

دامریکا  دجنګ وزیر   څرګندونې  په داسې شرائطو کې مطرح کیږی  چې دغه هیواد نیّت لری  دنوی پوځی ستراټژۍ  په چوکاټ کې   په افغانستان  کې خپل ځواکونه نوره هم زیات کړی

 دهغو امریکائی عسکرو دقیق مشیر چې ټاکل شوې ده  افغانستان ته ولیږدول شی ، معلوم شوی نه دی ، خو  احتمال ئې کیږی چې  جنګ ځپلی افغانستان ته به نور پنځه زره  پوځیان واستوی .دم ګړۍ  په افغانستان  کې  کابو  اته نیم زره امریکائی عسکر دیره دی.  افغان چارواکو ،سیاستوالانو اوولس  په کرتو  له خپل هیواده  د  امریکائی عسکرو د ویستلو غوښتنې کړی دی .  دامریکا  جنګ وزیر  داهم وئیلی دی چې باید  د کانګرس  غړی  د هغه له دې غوښتنې سره  موافقه وکړی چې  په نورو هیوادونو کې باید  د امریکا زیاتره پوځی مرکزونه او اډې وتړل شی ،ځکه  د امریکا دتیارسی  د اندازې ډیره زیاته ټیټه سویه د  امریکا په څیر دهیواد لپاره ډیره داندیښنې  وړ  خبره ده .

=    اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراسختی  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

البته باید ووایو چې دغه لیکنې  د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .)

  د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ او د هېواد روانو ترینګلو امنیتی حالاتو په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړی دی.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار شته؟ پوښتنه مطرح کړې ده او لیکلی دی؛ ویل کېدل چې راتلونکی میاشت به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره اعلانېږی خو لا هم سپینه ماڼۍ په دې اړه څه نه وایی.

د سرمقالې لیکوال لیکی؛ د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وشی خو دا چاره د ټرمپ په نوې تګلاره کې نه ښکاری.

په سرمقاله کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له قوله راغلی چې د امریکا نوې ستراتیژی به یوازې په جګړه ځپلی افغانستان تمرکز نه کوی بلکې سیمه ییزه به وی.

د سرمقاله لیکونکی په باور د ښاغلی متېس له خبرو داسې ښکاری چې نوموړی په پاکستان کې د وسله والو خوندی ځایونو ته اشاره کوی.

=   ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې: پاکستان باید د ترورېستانو د ملاتړ کوونکی هېواد په توګه لا ډېر رسوا شی : تر عنوان لاندې په خپلې سرمقاله کې کښلی چې پاکستان تر بل هر وخت د نړیوالو تر سخت فشار لاندې دی نو ځکه هڅه کوی چې د څو اړخېزو ناستو په ترسره کولو ځان له دې فشاره راوباسی.

سرمقاله وړاندې لیکی؛که څه هم افغان حکومت دا ویلی چې له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه یې اسناد او شواهد ناټو او امریکایی سناتورانو ته وړاندې کړی خو افغان حکومت ته پکار ده چې د پاکستان د منزوی کېدو په برخه کې له رامینځته شوی فرصت څخه لا زیاته ګټه واخلی.

=   ویسا:ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته اشاره کړې او لیکلی دی چې ناامنی اوس په ولایتونو کې نه ده بلکې د کابل وروستۍ غمیزې دا وښودله چې ټول هېواد ناامنه دی او د ارګ او څو پخو دیوالونو ترشاه  د  اوسېدونکو پرته چې د امن لپاره یې ښارونه په زندانونو بدل کړی دی نور  ولسی وګړی هېڅ د امن احساس نه لری.

=   هېواد دولتی ورځپاڼې بیا افغان وګړی په پراخه کچه د خپل نظام تر څنګ ولاړ دی تر عنوان لاندې سرمقاله کې لیکی چې ولسمشر غنی د کابل د وروستیو غمیزو وروسته د ملت له بېلابېلو پرګنو او استازو سره لیدنو ته زور ورکړی دی.

د سرمقاله لیکونکې په خبره په دغه لیدنو کې د بېلابېلو سیمو او قومونو استازو د نظام تر څنګ د ودرېدو هوډ تازه کړی او دا   ډاډ یې ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړی چې نظام له ننګونو سره مخ کړی او خنډونه رامنځ ته کړی.