د عربستان او قطر ترمینځ اختلافات د هواري وړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50012-د_عربستان_او_قطر_ترمینځ_اختلافات_د_هواري_وړ_دي
د ترکیې د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ: سعودي عربستان له قطر سره رامینځته شوی کړکیچ هوارولی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 03:33 Asia/Kabul
  • د عربستان او قطر ترمینځ اختلافات د هواري وړ دي

د ترکیې د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ: سعودي عربستان له قطر سره رامینځته شوی کړکیچ هوارولی شي.

ټرینډ خبري آژانس لیکلي چې ابراهیم کالین پرون وویل: انقره نیت لري چې په فارس خلیج کښې د عربي-عربي کړکیچ د هواري لپاره ځینې واسطې او مینځګړي پيدا کړي.

د کالین په وینا، ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فارس خلیج د سویلي څنډې د عربو هیوادونو ترمینځ د رامینځته شوې کشالې د هواري په موخه له خپل امریکايي همرتبه ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړي.

د عربستان او قطر ترمینځ رامینځته شوي کړکیچ د هواري په موخه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم پرون قطر ته تللی دی.

عربستان چې په سیمه کښې له ترهګرو ډلو د ملاتړ اصلي تورن هیواد دی، له قطر سره د خپلو اړیکو د غوڅولو علت یې له تندلارو ډلو د دغه هیواد حمایت اعلان کړی دی.

دا کشاله ریاض ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفه څو ورځې وروسته رامینځته شوې ده.