امریکا دسوریې جنوب ته توغندوی سیسټم انتقال کړی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50070-امریکا_دسوریې_جنوب_ته_توغندوی_سیسټم_انتقال_کړی_.
ایسنا خبری اژانس وایی دسیمې دوو(۲) خبرو استخباراتی سرچینو وویل دامریکا عسکرو د نویو لرواټنه توغندیو سیسټم دعراق سرحدونو ته نږدې دسوریې په جنوب کښې په التنف کښې دواشنګټن اډې ته منتقل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 13:37 Asia/Kabul
  • دغه سیسټم د درې سوه کلومیټره (۳۰۰)واټن لرونکي توغندي ویشتلی شي .
    دغه سیسټم د درې سوه کلومیټره (۳۰۰)واټن لرونکي توغندي ویشتلی شي .

ایسنا خبری اژانس وایی دسیمې دوو(۲) خبرو استخباراتی سرچینو وویل دامریکا عسکرو د نویو لرواټنه توغندیو سیسټم دعراق سرحدونو ته نږدې دسوریې په جنوب کښې په التنف کښې دواشنګټن اډې ته منتقل کړی دی .

دغو دوو(۲) استخباراتی سرچینو وویل دامریکا دهیمارس په نوم توغندوی سیسټم حاضر دمه د سوریې په بادیه کښې په یوې صحرایی اډې کښې دیره دی او په ټرکونو کښې له اردن څخه دغه اډې ته منتقل شوی دی او دغه سیسټم د درې سوه کلومیټره (۳۰۰)واټن لرونکی توغندی ویشتلی شی .

په عین حال کښې د سوریې په جنوب ختیځ کښې په بادیه سیمه کښې دامریکا د ملاتړ وړ  مخالفانو وویل په سیمه کښې دامریکا دعسکرو په زیاتیدا سره دسوریې دحکومت له هم تړونه ځواکونو سره دهغوې ځمکنی جنګونه زیاتیږی .

دامریکا پوځیان له تیر کال راهسې  د سوریې په التنف کښې دیره دی چې عراق سره ددمشق یوه ستراتژیکه سرحدی لاره ده په دې ډول چې په دغو سیمو کښې دیره وسله وال کسان له داعش ډلې سره  وسله والې  مرسته کوی .

په سوریې کښې د ترهګرۍ پرضد دتش په نامه دامریکا دائتلاف د خوځښتونو هدف ددغه هیواد دبیخ بنایانو په کامل ډول ورانول او په خلکو کښې د ویرې  او رعب رامینځته کول دی .

په سوریې کښې جنګ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې له ترهګرو ډلو د سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسې ، قطر، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو وغیره په پراخو ملاتړونو سره پیل شوی چې له کبله یې په سلګونو زره بې ګناه خلک او حکومتی عسکر وژل شوی دی .