دترکیې ولسمشر ایران مهم هیواد وباله .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50142-دترکیې_ولسمشر_ایران_مهم_هیواد_وباله_.
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دایران اسلامی جمهوریت په مینځنی ختیځ کښې مهم او اغیز شیندونکی هیواد وباله او ویې ویل دایران له ګډون پرته دسیمې کړکیچونه نشی حل کیدلای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 00:13 Asia/Kabul
  •  تهران او انقره کولای شي  په خبرو سره اختلافات  حل کړي .
    تهران او انقره کولای شي په خبرو سره اختلافات حل کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دایران اسلامی جمهوریت په مینځنی ختیځ کښې مهم او اغیز شیندونکی هیواد وباله او ویې ویل دایران له ګډون پرته دسیمې کړکیچونه نشی حل کیدلای .

دپرتګال ار پی ټی ټیلی ویژن په یوې مرکې کښې چې دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې کړې ده له نوموړی   دغه پوښتنه وکړه ایا په سیمه کښې تاسو کولای شئ دایران له ګډون پرته دسوریې او د عراق کړکیچونه حل کړئ ؟ نو رجب طیب اردوغان په ځواب کښې وویل طبیعی خبره ده چې دایران له ګډون پرته ددغودوو(۲) هیوادونو کړکیچونه نشو حل کولای بلکې دایران شتون دسیمې د کړکیچونو د حل په چوکاټ کښې زیاته ګټه لری .

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دایران په ګډون سره د سوریې او دعراق کړکیچونه حل کیدلای شی .

هغه د ایران او دترکیې ځینو اختلافاتو ته په اشارې سره وویل زه باوری یم چې تهران او انقره کولای شی  په خبرو سره اختلافات  حل کړی او د سیمې د کړکیچونو لپاره حل لاره پیدا کړی .