دترکیې خارجه وزیر عربستان ته تللی دی .
-
دقطر حکومت ټینګار کړی دی هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي ددغه هیواد په خارجي سیاست کښې لاسوهنه وکړي .
زمونږ خبریال وایی د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سعودی عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیر سره دکتنې او دخبرو لپاره پرون ریاض ته ورسید .
دترکیې دباندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې په تیرې پنجشنبې ورځ یې دکویت له خارجه وزیر شیخ صباح خالد الحمد الصباح سره دسیمې او دعربو هیوادونو د بدلونونو په باره کښې خبرې کړی وې ټاکل شوی ده د عربستان له باچا سلمان سره هم له قطر او دسیمې له نورو عربو هیوادونو سره د عربستان د تاوتریخوالی په اړه خبرې وکړی .
سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، بحرین او مصر دجون په پینځمې(۵) نیټې راهسې له قطر سره اړیکې غوڅی کړی دی .
دغو څلورو (۴)دیکتاتورو عربو رژیمونو له قطر غوښتی دی چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مالی او سیاسی ملاتړ ختم کړی او دعربو هیوادونو په ځینو مسایلو کښې له دوې سره غږملتیا وکړی .
خو دقطر حکومت ټینګار کړی دی هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی ددغه هیواد په خارجی سیاست کښې لاسوهنه وکړی .