دترکیې خارجه وزیر عربستان ته تللی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50154-دترکیې_خارجه_وزیر_عربستان_ته_تللی_دی_.
زمونږ خبریال وایی د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سعودی عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیر سره دکتنې او دخبرو لپاره پرون ریاض ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 01:27 Asia/Kabul
  • دقطر حکومت ټینګار کړی دی هیڅ  هیواد ته اجازه نه ورکوي ددغه هیواد په خارجي سیاست کښې لاسوهنه وکړي .
    دقطر حکومت ټینګار کړی دی هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي ددغه هیواد په خارجي سیاست کښې لاسوهنه وکړي .

زمونږ خبریال وایی د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سعودی عربستان له باچا سلمان بن عبدالعزیر سره دکتنې او دخبرو لپاره پرون ریاض ته ورسید .

دترکیې دباندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې په تیرې پنجشنبې ورځ یې  دکویت له خارجه وزیر  شیخ صباح خالد الحمد الصباح سره دسیمې  او دعربو هیوادونو د بدلونونو په باره کښې خبرې کړی وې ټاکل شوی ده د عربستان له باچا سلمان سره هم له قطر او دسیمې له نورو عربو هیوادونو سره د عربستان د تاوتریخوالی په اړه خبرې وکړی .

سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، بحرین او مصر دجون په پینځمې(۵) نیټې راهسې له قطر سره اړیکې غوڅی  کړی دی .

دغو څلورو (۴)دیکتاتورو عربو رژیمونو له قطر غوښتی دی چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مالی او سیاسی ملاتړ ختم کړی او دعربو هیوادونو په ځینو مسایلو کښې له دوې سره غږملتیا وکړی .

خو دقطر حکومت ټینګار کړی دی هیڅ  هیواد ته اجازه نه ورکوی ددغه هیواد په خارجی سیاست کښې لاسوهنه وکړی .