لندن کښې پر لمونځ کونکو ترهګره حمله شوې ده
په لندن کښې د مسلمانانو خلاف ترهګره حمله کمښې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د لندن پولیسو نن سهار وویل چې د دغه ښار د شمال په فینزبري پارک سیمه کښې یو جومات ته څیرمه پر پلي کسانو د یو ګاډي د چلونکي په حمله کښې څلور تنه وژل شوي او یوشمیر ژوبل شول.
د دې خبر له مخې عیني شاهدان وايي چې د دې حملې قربانیان هغه مسلمانان دي چې د روژې د مبارکې میاشتې د عبادي مراسمو له ترسره کولو وروسته د فینزي بري پارک له جوماته راوتل.
په عین حال کښې د دغه جومات مشر محمد کزبار پر خلکو د یو ګاډي د چلونکي له حملې وروسته وویل چې دا کار چې هر چا کړی وي، د خلکو د زیانمنولو لپاره و او دا یو ترهګر اقدام دی.
د لندو پولیس چارواکو دا حمله یوه جدي پیښه وبلله او په دې لړ کښې یې د یو کس د نیولو خبر ورکړ.