عربستان دې د قطر خلاف د خپلو تورونو اسناد وړاندې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50390-عربستان_دې_د_قطر_خلاف_د_خپلو_تورونو_اسناد_وړاندې_کړي
د ترکیې خارجه وزیر ټینګار وکړ چې پر قطر لګیدلي تورونه باید په برابره فضا کښې او په خبرواترو او احترام سره حل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2017 02:07 Asia/Kabul
  • عربستان دې د قطر خلاف د خپلو تورونو اسناد وړاندې کړي

د ترکیې خارجه وزیر ټینګار وکړ چې پر قطر لګیدلي تورونه باید په برابره فضا کښې او په خبرواترو او احترام سره حل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل: مونږ له عربستان او د هغه له انډیوالانو غواړو چې د قطر خلاف د تورونو اسناد او مدارک وړاندې کړي څو په جزئیاتو باندې یې په خبریدو سره دا کړکیچ په خبرواترو سره او په سوله ایزه توګه هوار شي.

د ایرنا د خبر له مخې چاووش اوغلو په اسکوپيه کښې د مقدوینې له خارجه وزیر نیکولا دمیتروف سره له کتنې وروسته زیاته کړه: د فارس خلیج د سیمې روان کړکیچ، د قطر خلاف د مطرح شویو تورونو په هکله د جزئیاتو، اسنادو او مدارکو له وړاندې کیدو وروسته د خبرواترو له لارې په سوله ایزه توګه هواریدی شي.

هغه څرګنده کړه چې د عربستان او د فارس خلیج سیمې د څو نورو هیوادونو لخوا په قطر باندې یولړ تورونه لګیدلي دي خو د قطر حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي او مونږ هم د دغه هیواد خلاف د لګیدلې محاصرې په غندلو سره هغه ناسمه ګڼو خو دا د قطر د پلویتوب او پرې په معنا نه ده.

د ترکیې خارجه وزیر ټینګار وکړ چې پر قطر لګیدلي تورونه باید په برابره فضا کښې او په خبرواترو او احترام سره حل شي.