دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50412-دتهران_او_کابل_چاّپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې د انټرنیټی پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو .په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . له مونږ سره ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2017 07:51 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې د انټرنیټی پاڼې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو .په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . له مونږ سره ووسئ .

دتهران درستو ورځپاڼو  نن   پخپلو غټو سرټکو سره  په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د قوماندې په خلاف  دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  توغندوی برید ته ډیر انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې دی ،  دایران د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دغه میړنی اقدام  وښودله چې  اسلامی ایران قدرت په دې  حد کې دی چې  هیڅکله  هم دچا په دباؤ کې نه راځی او  که  هرکله ورته ضرورت شی ،نو دګواښونو په ضد له خپلو ټولو تجهیزاتو   او توانمنیو  استفاده کولی شی .  داپه داسې حال کې دی چې  له کابو شپږنیم سوه کیلومیټر لیرې په مخکې ټاکل شوی  هدف   د ایران  له مځکې په مځکه  د ویشتونکی توغندی  په د قیق ډول  لګیدل   یوه داسې بریا ده چې درست نړیوال ورته ګوته په غاښ دی .

ورځپاڼو همداراز  په دې اړه د ایران د اسلامی جمهوریت دلوړپوړو چارواکو دریځونو ته هم ډیر انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې دی ، داسلامی ایران زیاتره چارواکو په ډاګه وئیلی دی ،  تکفیری ترهه ګر او دهغوی اربابان دې  په دې پوه شی چې  دایراناسلامی جمهوریت  ملت او ټاټوبی ته په کږه سترګه کتونکی  به  که هرچرته  وی پښمانه  شی  او  دا یو داسې  اقدام ؤ چې  په بشپړ ډول د  خپل ملت  په دفاع او مشروعیّت کې ئې هیڅ شک  نه کیږی .

 ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری ددې خبرې په کولو سره چې ایران په توغندوی حوزې کې دخپلو پوهانو په هڅې سره دنړۍ دستروقدرتونو برخه ده زیاته کړې ، سره له دې چې دسترو قدرتونو او دسلطې دنظام دفاعی بودجه د ایران دفاعی بودجې د څو برابره ده ، ایران دمځکنیو سمندری ،هوائی ، فضائی او اطلاعاتی ټیکنالوجیو پشمول په بیلابیلو ډګرونو کې د سلطې له نظام سره په سیالۍ لګیا دی .همدارازدایران داسلامی جمهوریت دپوځ دعمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال احمد رضا پوردستان هم په دې باب وئیلی دی  ، له ایرانه دفاع به نوره دهیوادجغرفیائی پولو ته محدوده نشی اوهرچرته چې ګواښ وی ، د ایران امنیتی او پوځی ځواک به په ډګر کې شتون ولری . دغه راز د اسلامی انقلاب دسپاه  پاسدارانو  د عامه اړیکو مسئول سردار تورن جنرال رمضاه شریف  هم  په سوریه کښې د ترهګرو په مرکز  د سپاه توغندوی عملیاتو ته په اشارې سره ټینګار  کړی: د ترهګرو سیمه ایز او نړیوال ملاتړی باید د دغو عملیاتو په خبردارونکی پیغام پوه شی.

دتهران درستو ورځپاڼو هم داراز  دایران داسلامی   انقلاب د  سپاه پاسدارانو له خوا د په سورئې کې د داعشی تکفیریانو د قوماندې  په خلاف  دتوغندوی حملې په  هکله د بهرنیو رسنیو   انعکاسونو ته هم پام کړی او لیکلی ئې دی ،  داروپائی  او آسیا ئی  هیوادونو  زیاترو  رسانیو او مطبوعاتو  په دې  اړه  په جوت ډول لیکلی دی ، چې   دسورئې په جنګ کې دا لومړنی ځل دی چې   دترهه ګرو  په مرکزی قوماندې  په دومره  ستره سویه  توغندوی حمله کیږی . او د ایران دسپاه پاسدارانو دغه اقدام د  ترهه ګرو او دهغوی  دملاتړو  لپاره  یو څرګند پیغام هم لری .

=  داهم  دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې   لیکلی دی ، دیمن  د انصارا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی دیمن په شمالی سیمو کې دآل سعود رژیم  دوروستیوجنایتونو په  محکومولو سره  دملګروملتو پر امنیت شورا سخت ټکونه کړی او وئیلی ئې دی ، دغو وحشی ډوله جنایتونو نه یوازې د آل سعود  غیر انسانی څیره بلکې  د امنیت شورا  حقیقی څیره هم  نندارې ته وړاندې کړې ده  او آل سعود رژیم  دملګروملتو  دامنیت شورا په جوت ملاتړ سره دیمن مظلومو خلکو عامې وژلې ته  دوام ورکوی

 په  لندن کې درو انګریزانو    په داسې حال کې  چې چغې ئې وهلې ، :مسلمانان باید  ووژل شی :   په دغه ستر  ښار کې ئې   دیوه جومات مخې ته ئې په لسګونو مسلمانان له خپل ګاډی لاندې کړی  چې له امله ئې   یو لمونځ ګوزار  وژل شوی او کابو  دولس نور ټپیان شوی دی چې وئیل  کیږی درې کسان پکې مرګی حاله دی . انګریز چارواکو  د دغې حملې ترهه  ګر شونه  تائید کړې ده او وئیلی دی  چې په دې اړه به د  مذهبی ځایونو  ساتنه   سخته کړی . داهم وئیل شوی چې   دوه یرغلګر په تښتې کې بریالی شوی  البته دګاډی ډرائیور  خلکونیولی او پولیسو ته ئې  حواله کړی دی  او د لندن  مسلمانانو  له انګریز حکومته غوښتی  چې په  انګلستان کې دې  له مسلمانانو دکرکې اونفرت د زیاتیدو بهیر مخه دې ونیسی او ترهه ګر له دې مخکې  چې  د درست  انګلستان  امنیت ګډوډ کړی  وپیژنی اوسزا ئې کړی .

 دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکنی ځواک  دقدس غونډ  مامورانو  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی و دقدس غونډ مبارزانو  په سستان بلوچستان  ولایت کې دقصر قند په لوړو کې  په یولړ عملیاتو کې  د  انصار الفرقان ترهه ګرې ډلګۍ  سرغنه   جلیل  قنبر زهی  سره دخپلو  درو مرستیالانو هلاک کړی او  دهغوی مړی همدااوس هم  د ساتندویه ځواک  دمبارزانو په اختیار کې دی . داپه داسې حال کې دی چې  جلیل قنبر زهی د ډیرو زیاتو جنایتونو اوورانکاریو په دلیل  له تیرو پنځه ویشتو کلونو راهسې د امنیتی مامورانو اوپولیسو ترتعقیب لاندې ؤ  چې بلاخره هم خپل انجام ته ورسید .

 دانګلستان دسلطنتی رژیم خبری چینل بی بی سی  په نیواکی قدس کې دتیرې جمعې په ورځې  دیوه فلسطینی   دشهادت غواړو  عملیاتو خبر ته دپوښښ ورکولو  په خاطر  له صهونیسټ رژیمه بخښنه غوښتې ده .

تکړه او مشهور امریکائی  نظریه وړاندې کونکی  نوام چامسکی  په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی  د ایران په وړاندې دامریکا  سیاست  هیڅکله هم بدل شوی نه دی اوواشنګټن   داسلامی انقلاب دبری  له  هماغه پیل راهسې تر دې دمه  دایران دنظام په بدلولو پسې دی  خو  هیڅ  په لاس  نه دی ورغلی .

دامریکا د هرالډ ټربیون  خپرونې  او رشیا ټوډې خبری چینل  یوې تکړه تحلیل ګرې میرمن ډاکټر  مروه عثمان  وئیلی دی ،  ایران  ، قطر  دعربانو   دحملو له شوکه  ویستلی دی .  همداراز کره  خبرونه  ددې ښودنه کوی  چې  په عربی ټاټووزمې کې  دوروستیو تاؤتریخوالو    دوام لامل شوی چې  قطر  فیصله کړې څو  په بحرین کې دامریکا په پوځی مرکز کې  موجود خپل قطری پوځیان  هم وباسی .

=    داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دافغانستان  په ننګرهار کې په یوې بم چاودنې کې  چې  ځینی سرچینې وائی  ځان مرګی بریدؤ  څلور کسان وژل شوی اویو شمیر نو رهم ټپیان شوی دی . دافغانستان  په بیلابیلو  سیمو کې داسې کومه ورځ نشته چې افغانان  د  امنیتی مامورانو اووسله والو مخالفانو   په شخړو اونښتو کې دخپلو یو شمیر بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .

دروغتیا نړیوالې ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،  دهغو کسانو شمیر  چې په یمن کې ئې  دوبا ناروغۍ دخپریدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ، څه دپاسه یو زر یو سل کسانو ته رسیدلی  چې زیاتره قربانیان ئې  واړه ماشومان دی . دغې اعلامیې  همداراز زیاته کړې  په یمن کې  په دغې ناورغۍ دککړو کسانو شمیر هم  کابو یو لک پنځه پنځوس زرو کسانو اوښتی دی .

 دانګلستان پولیسو  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپاریس په ګرینفل  برج کې  د اوور دلیګیدو  له امله دمړو شمیر  ۷۹ تنو ته رسیدلی دی . داپه داسې حال کې دی چې   د ګرینفل ودانۍ داوور دلیګدو لاملونه  تر دې دمه  نه دی اعلان شوی ،خو وئیل کیږی چې په دغې ودانۍ کې زیاتره اوسیدونکی هم   مسلمانان وو .

دصهونیسټ رژیم  لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو   په  سورئې کې د داعشی ترهه ګرو پر قوماندې دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  دتوغندوی برید   په غبرګون کې یوازې دومره  وئیلی دی ،دتهران  لپاره زه یو پیغام لرم  او هغه دا  دی چې  تهران دې اسرائیل ونه ګواښی .......

 دیمن  د انصار ا.... ولسی مبارز غورځنګ  مسئولانو په یوې  اعلامیې کې جوته کړې ، دآل سعود رژیم په مشرۍ  دعربو امریکائی ائیتلاف دتیریو او جنایتونو په وړاندې به تر وروستیو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړی او او د آل سعود رژیم خوبونه به    حرام کړی .

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف   دمریکائی جنګی الوتکو په وسیله  په سورئې کې د دغه هیواد یوې جنګی الوتکې د نسکوریدا په غبرګون کې روښآنه کړې ، امریکادې  د سورئې  دمځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په سترګه وګوری  او په دغه هیواد کې دې  له یواړخیزو اقداماتو لاس په سر شی ، که داسې نه وی نو روسیه به په  سورئې  کې   دجنګ او حالاتو په باب له امریکا سره  لاسلیک شوی  تفاهم  نامه  لغوه کړی.

دایران داسلامی جمهوریت  دقضایه قومې مشر  آیت ا... صادق آملی لاریجانی  د لوړپوړو قاضیانوپه  غونډې کې د قدس دنړیوالې ورځې راتلوته په اشارې سره زیاته کړې ، نن سبا امریکا او په سیمې کې ئې متحدان هڅه کوی له ایرانه په ویرولو سره داسلامی نړۍ پام له خپل حقیقی دښمن یعنی صهونیسټ رژیمه واړوی او ایران ته مخ کړی ، خو باید اسلامی امت  په دې ورځې  دقدس دنړیوالې ورځې په ولولناکو اوپرتمینو  لاریونو کې په زیات شتون سره  استعماری  قدرتونو  او دهغوی تالی څټو  ته  وښئ چې  دالاقصی او دفلسطین دمظلوم ملت  موضوع هماغه راز د اسلامی امت   دموضوعګانو په سر کې ده .

=    اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته  چې  له انټرنیټه موراخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې  کوو .(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

 دکابل چاپ بېلابېلو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې  دفعالیتونو او د څرنګوالی او ځپلو په اړه تبصرې کړی دی.

هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د افغان امنیتی ځواکونو له لورې د داعش ډلې ځپلو ته اشاره کړې او لیکلی دی چې افغان ځواکونو د تورې بوړې سیمه د داعش جنګیالیو څخه پاکه کړې ده.

ورځپاڼې د دفاع وزارت د ویاند دولت وزیری له قوله لیکلی چې په دغه پوځی عملیاتو کې داعش وسله والو ته سخته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

سرمقاله لیکونکی د تورې بوړې په ستراتیژیک اهمیت هم غږیدلی او لیکلی ئې دی چې توره بوړه د وسله والو لپاره یوه خوندی پټنځای دی چې اوس د داعش له وجوده پاکه شوه .

اصلاح دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د افغان ځواکونو له لورې د داعش له وجوده د تورې بوړې پاکسازی یوه لویه لاسته راوړنه او دا یې دغه وسله والې ډلې ته ستره ماتې بللې ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوی او وړاندې لیکی هغه سیمې چې د وسله والو له وجوده پاکېږی باید افغان امنیتی ځواکونه یې د دوامداره امنیت ساتلو په خاطر جدی تدابیر ولری.

د سرمقاله لیکونکی په باور له دې وړاندې هم امنیتی ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې داعش وسله واله ډله وځپله او د دغه ډلې مرکزونه یې له مینځه یوړل خو د وخت په تېریدو سره دې ډلې یو ځل بیا له فرصته په ګټه اخېستنې  سره سر راپورته کړ  او یو شمېر سیمې یې ونیولې .

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلی؛په ننګرهار کې د داعش ډلې پرضد په شدت ګام اخیستلو ته اړتیا ده او پکار ده چې د داعش پر ضد د مبارزې لپاره ولسی ملاتړ  خپل شی.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی چې خلک باید له داعشه  لیرې کړای شی، نه دا چې دغه ډلې ته ورنږدې کړای شی، ځکه د سرمقاله لیکونکی د معلوماتو له مخې د شپې پوځی عملیات چې په وروستیو کې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې زیات شوی اوعامو خلکو  ته هم په کې زیان اوښتی.

د لیکوال په باور داعش ډلې ته د خلکو د ورنږدې کېدا لامل ګرځی.

=   په پای کې ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو جلا مطلب کې لیکلی چې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو او له مینځه وړلو لپاره د سیمې هېوادونو او نړۍ ګډې همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږی.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکی له هغې پرته به د داعش ډلې له لاسه افغانستان نورې بدې ورځې هم ووینی.