اسلامی ایران له ترهګرۍ سره جنګیږی
-
عربستان د مذهبي مسایلو د لمسولو سیاست غوره کوي .
زمونږ خبریال وایی دعراق دملی امنیت سلاکار فالح الفیاض دې ته په اشارې سره چې له ایران سره دعراق اړیکې له سعودی عربستان سره د بغداد له اړیکو سره د پرتله کولو وړ نه دی ټینګار وکړ ایران له ترهګرۍ سره جنګ کوی او دنورو هیوادونو لیدتوګی د عراق لپاره هیڅ اهمیت نلری .
هغه وویل ځینې هیوادونه کوشش کوی ایران دترهګرۍ دملاتړی په توګه معرفی کړی دا داسې خبره ده چې هیڅ عقل لرونکی انسان ورباندې باور نه کوی .
دعراق د ملی امنیت سلاکار فالح الفیاض په سیمه کښې دسعودی عربستان د سیاستونو په اړه وویل عربستان د مذهبی مسایلو د لمسولو سیاست غوره کوی .
هغه په سوریې کښې د داعش په مرکزونو د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځو د توغندوی حملې په اړه وویل په دیرالزور کښې دداعش ډلې په مرکزونو د ایران توغندی له ترهګرۍ سره دمبارزې په چوکاټ کښې وتوغول شول .
فالح الفیاض دعراق ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی ترټولو ښه ځواک وباله او زیاته یې کړه دعراق حکومت ددغه ډلې رامینځته کونکی دی او زیاته یې کړه موصل دداعش ډلې په وړاندې د فاینل بریالیتوپ په درشل کښې دی .