دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبوکې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو نن دافغانستان پشمول په ځینو اسلامی هیوادونو کې دنیکمرغه کوچتی اختر ورځ لمانځل کیږی او دایران پشمول په ځینو نورو اسلامی هیوادونو کې هم سبا د روژې د مبارکې میاشتې دنیکمرغه کوچنی اختر ورځ اعلان شوې ده په دې مناسبت دتهران دریډیو دپښتو خپرونې او انټرنیټی پانې درست کارکونکی دنړۍ درستو مسلمانانوپه تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له قومې مبارکی وائی خدای دې وکړی چې دغه نیکمرغه اختر له ځان سره دمسلمانانو په تیره بیا دسیمې دولسونو لپاره خوږلښتونه او نیک ځیری او سوله او امنیت هم راډالۍ کړی . یوځل بیا پرټولو مینه والو دې دغه کوچنۍ نیکمرغه اختر مبارک وی .
*************************
= داهم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دسعودی عرب دآل سعود رژیم یوه مخالف سیاسی فعال حمزه الحسن پخپل ټولنیز ې پاڼې کې لیکلی دی په مکې شریفې کې ځان مرګی عملیات چې د ترهه ګر عامل په هلاکت سره شنډ شوی ، له مخکې جوړ کړائ شوی پلان ؤ او نوی ولی عهد محمد بن سلمان په دغې ډرامې سره هڅه کړې د دلیرې کړائ شوی ولی عهد محمد بن نایف لیرې کیدا باندې برغولی کیږدی اوله بل پلوه ولسی ملاتړ ترلاسه کړی
دسورئې دبشری حقوقو ادارې چې دبشار اسد یو مخالف لوری شمیرل کیږی ، وئیلی دی ، دداعش ضد امریکائی ائیتلاف جنګی الوتکو په تیرې یوې میاشتې کې په سورئې کې ۴۷۲عام سوریاوال وژلی او په سلګونو نور ټپیان کړی دی چې زیاتره ئې دالرقه ښار اوسیدونکی دی
دقطر حکومت دیوې خبرتیا په خپرولو سره د عربستان په مشرۍ دڅلورو عربو هیوادونو له خوا د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیرته پیلولو لپاره په وړاندې کړائ شویو دیارلسو شرائطو کې زیاتره غیر منطقی بللی او وئیلی ئې دی چې دغه شرطونه دمنلو وړ نه دی ،البته دائې هم وئیلی دی چې ډیر زر به په رسمی توګه دغه وړاندیزونو ته ځواب ورکړی . باید ووئیل شی چې دغو څلورو عربو هیوادونو قطر ته لس ورځې وخت ورکړی څو دهغوی غوښتنې ومنی .
دترکیې دښونې اوروزنې وزیر عصمت ییلماز روښآنه کړې ، د تیر کال دجولائی د پنځلسمې نیټې له کودتا وروسته ئې د ترکیې دښونځیو کابو درې دیرش زره معلمان له کاره ګوښه کړی او ویستلی دی ، هغه وئیلی دی ، دترکیې په جمهوری تاریخ کې هیڅکله هم د تیر اووړی له ناکامې کودتا وورتسه دومره سخته مرحله نه دی رامینځةشوی او دفتح ا... ګولن سره اړوده عناصرو دحکومت پاکول ډیر سخت کار ؤ .
دصهونیسټ رژیم جنګی الوتکو یوځل بیا دجولان په نیواکی لوړو څوتوغندی ویشتی چې له امله ئې یو لړ تاوانونه اوښتی دی البته د مرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دی وئیل شوی .
ایسوشی ایټیډ پریس په یوه راپور کې دیمن دبندیانو په شکنجه کولو کې له ا ماراتی مامورانو سره دامریکائی پلټونکو له ملګرتیا پرده پورته کړې او ایشواکړې ئې ده چې د متحده عربی اماراتو تیریګرو عسکرو په یمن کې دګوانتانامو په څیر زندانونه جوړ کړی دی .
داسرائیلو ځینوخبری سرچینو راپور ورکړی دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ او ولس په ضد ددرې دیرش ورځنی جنګ پلانونکی او د صهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر ایهود الومرت چې نن سبا د بډو رشوتونو اوفساد په تورونو په زندان کې شپې سبا کوی، وروستی خپرۀ شوی عسکونه ئې ښئ چې لالهانده او دلیونتوب په لور روان دی او له تدریجی مرګ سره لاس او ګریوان شوی دی .
دغې ورځپاڼې دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو د وزارت یوې وروستۍ اعلامیې ته ډیر انعکاس ورکړی چې وئیلی ئې دی ، له داعشی تکفیریانو سره اړونده یوه بله ډله ئې هم سره د وسلو اوتجهیزاتو نیولې ده
په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ،د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت بیګا په یوې خبرپاڼه کښې په داعش پورې د یوې پیئلې ترهګرې ډلګۍ د هغو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې په ایران کښې یې د ترهګرو اقداماتو نیت درلود.
د ایران د اطلاعاتو وزارت په دغه خبرپاڼې کښې څرګنده کړې چې د قدس په نړیواله ورځ د امام زمان(عج) ګمنام سربازان په داعش پورې د پیئلې هغې ډلګۍ په نیولو بریالی شول چې د ایران په ځینو مذهبی ښارونو کښې یې د ترهګرو عملیاتو د کولو نیت درلود.
دغه ترهګر مخکښې تر دې چې کوم اقدام وکړی، سره د چاودیدونکو موادو او تجهیزاتو نیول شوی دی.
له دغې ترهګرې ډلګۍ څخه درې کلاشینکوف، یو مشین ګن سره له سائلنسره، د شپې د لیدو وړ دوربین، درې ځانمرګی جیکټونه، له لیرې څخه د چاودنې کولو لپاره برابر شوی درې موبایلونه، زیاته اندازه مهمات، چاودونکی کِټونه، وائرلیس او د بم جوړونې نور فنی اوزار نیول شوی دی.
داپه داسې حال کې دی چې د ایران داطلاعاتو وزارت دیوې اعلامیې په اساس په تیر یوه کال کې ئې کابو شپږدیرش داسې موردونه کشف او شنډ کړی دی چې دورانکارۍ او جنایتونو لپاره تیار شوی وو او د دغو جنایتکارو او تکفیری ترهه ګروله پټنځایونو ئې ډیره زیاته وسله ،تجهیرات، چاودیدونکی توکی ،موبایلونه ،نقشې او نوروسازوسامان کشف او ضبط کړی دی .
= داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ېئ لیکلی دی ، د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دعربو هیوادونو وړاندیزې شرطونه په څرګنده دقطر په داخلی چارو کې ګوت وهنې دی او د دوی شرطونه هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی او له ایران سره د قطر اړیکو پراختیا دهغوی یو مسلم حق اوضرورت دی او په دې کې دهیچا مداخلت او دړکې نه منی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ډاګه وئیلی دی ، دسورئې په شمال کې د هیڅ ډول حکومت جوړول نه منی او که په دې اړه کوم اقدام وشی ترکیه به ورته سخت غبرګون وښئ
دسپینې ماڼۍ چاوراکو مشورې پیل کړی څو دروسیې په ضد ځینی لګول شوی بندیزونه څرنګنه کم یا لیرې کړی .
په پاکستان کې ترهه ګرۍ یوځل بیا سرراپورته کړی او وئیل کیږی چې په تیرو درو ورځو کې په کویټه ،پاره چنار ،کراچۍ اوځینو نورو ښآرونو کې دتکفیری ترهه ګرو او ناڅرګندو کسانو په بم چاودنو ،خان مرګو حملو او ټارګټ کیلنګ کې په سلګونو روژتیانو دلوږې اوتندې په حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دا دپاکسان سیاسی ،قضائی او پوځی چارواکی دی چې د تفکیری ترهه ګرو او جنایتکارو په ضد هیڅ ډول جدی اوکوټلی اقدامات نه کوی .
دعراق په نینوا اوصلاح الدین ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ اوولسی مبارز ځواک له داعشی تکفیریانویوشمیر نوره سیمې هم آزادې کړی او وئیل کیږی په دغو عملیاتو کې ئې په لسګونو داعشیان هلاک کړی او دهغوی په سترو وسلو سنبال اتلس ګاډی ئې هم تباه کړی دی . دعراق دپوځ لوړپوړوچارواکو وئیلی دی ، راتلونکی څو ورځې د موصل دآزادۍ او دتکفیری ترهه ګرو څخه د د غې سیمې دپاکولو په باب ډیرې برخلیک ټاکونکی شپې ورځې دی .
دافغانستان په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د داعشی اونوروترهه ګرو په ضد دحکومتی مامورانو پاکونکی عملیاتو کې یوشمیر داعشی هلاک او ټپیان شوی اودهغوی زیات شمیر تجهیزات او وسلې هم تباه شوی دی ویل کیږی په هلمند کې د حکومتی مامورانو په عملیاتو کې له وسله والو طالبانو یو شمیر سیمې بیرته آزادې شوی او دهغوی کابو پنځلس وسله وال کسان هم وژل شوی دی .
= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ېئ لیکلی دی ،دامریکا دمرکزی اطلاعاتو دشورا مشرمائیک پامپو له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دایران په ضد دتکراری ادعاګانو په مطرح کولو سره مدعی شوی ایران په نړۍ کې دترهه ګرو خورا ستر ملاتړی دی او دامریکا دملی امنیت لپاره یو جدی ګواښ شمیرل کیږی . هغه وئیلی دی ، په سیمې کې دایران نفود ددې ښودنه کوی چې دغه هیواد د سیمې دهیوادونو لپاره هم جدی ګواښ کیدلی شی .
داپه داسې حال کې دی چې د ایران داسلامی جمهوریت چارواکو په کرتو دنورو هیوادون په داخلی چارو کې هرډول لاسوهنې رد کړی او په دې باب دهرډول ادعاګانو په ردولو سره ئې په ډاګه وئیلی دی ، دهیوادونو برخلریک باید د هغو هیوادونو د ملتونو په لاس وټاکل شی او دنورو پکې ګوتوهنې او تیری د حالات لاپسې ترینګلی کوی او همدغه ګوتوهنې په دغې سیمې کې د بې ثباتیو او ناکراریو او دجنګ جګړو اوتاؤتریخوالی اصلی عوامل شمیرل کیږی .
دمصر یو حکومتی ټیلیویژنی چینل په یوه ډیر عجیبه خبر کې اعلان کړی چې دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی له قطر پرته درست اسلامی امت ته د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی ورکړې ده . مصر له سعودی عربستان ،اماراتو او بحرین سره یو ځای له تیرې میاشتې راهسې له قطر سره ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړی او له دغو هیوادونو سره دقطر په بایکاټولو کې شریک شوی دی .
په هندوستان کې د تودوخې دزیاتیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .
دافغانستان ولسمشر اشر ف غنی او دملی وحدت داجرائی شورا مشر عبدا.... عبدا..... دانتخاباتو دنیټې دټاکلو پشمول په ځینو مهمو موضوعګانو سره یوه خوله شوی دی چې د سیمې ډیری شناندی او کارپوهان دغه کار د جنګ ځپلی افغانستان لپاره یو نیک ځیری ګڼی او وائی چې کاش دغه کار د درستو کارونو اوشخړو لپاره هم ترسره شوی وائ چې البته ډیره مشکله خبره هم نه ده خو که دواړه مشران یو یو ګام دملت اوهیواد لپاره وړاندې لاړ شی او پر خپلو ځینو امتیازونو سترګې پټې کړی.