دامریکا سټراټژی له ترهه ګرۍ سره څنګ په څنګ ده
زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی شورا مشرعلی لاریجانی نن دجنوبی کوریا په سئول کې اوریشیا دحوزې دهیوادونو د پارلیمانو دمشرانو په غونډې کې پخپلې وینا کې ټینګار وکړ دامریکا سټراټژی له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده بلکې له دې سپیره بلا سره څنګ په څنګ ده .
ډاکټر لاریجانی ترهه ګری او افراط پالنه دنړیۍ د ورانونکی ګواښ په توګه یاد کړل او وې ویل دامریکا سټراټژی له ترهه ګره سره لوبه ده نو ځکه د اوور ایشیا غړی هیوادونه باید داسې عمل وکړی چې له تبلیغاتی ، سیاسی او امنیتی پلوه دترهه ګرۍ او دهغو د ملاتړو د آئیډیالوژۍ د خاوندانو لګښت ډیر زیات شی . هغه ټینګار کړی ، اسلامی ایران خپل جیو پولیټیک مهم موقعیّت او داقتصادی ،کلتوری اوامنیتی ظرفیتونو لرلو ته په پام سره تیار دی ، څو په اوورایشیا سیمې کې دتل پاتې امنیتی نظم په رامینځةکیدا او د په هراړخیزې پراختیا خپل مهم رول لازیات ولوبوی .
دایران داسلامی شورا مشر همداراز په سورئې ،لیبیا ،عراق او افغانستان او یمن کې د ترهه ګرو په تیره بیا د داعشی تکفیریانو جنایتونو ته په اشارې سره روښانه کړې ، په سورئې کې اوسنی شرائط د بهرنیو په لاسوهنو سره لازیات خراب او په دغه هیواد کې د انسانی غمیزې درامینځةکیدا لامل شوی دی .
ډاکټر لاریجانی دخپلواکه هیوادونو په ضد دیو اړخیزو اقتصادی بندیزونو په اجرا کې دامریکا سپیر اقدامات هم دنړیوالو حقوقو، دملګروملتو دمنشور او څواړخیزو تجارتی نظام څرګنده خلاف ورزی وبلله او وې ویل دایرانیو اوروسی ښاریزو او ادارو په ضد د بندیزونو په لګولو کې دامریکا دمشرانو جرګې وروستۍ فیصلې دواشنګټن له نړیوالو ژمنو او فیصلو سره په بشپړ تصاد کې دی .
هغه ټینګار وکړ دسیمې حکومتونه باید د دغه شان فیصلو دمخنیوی لپاره یو سیمه ایز میکانزم او لاره چاره ولټوی