ایران اوفرانس دسورئې په باب خپل دریځونه سره لانزدې کولی شی
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف نن د فرانسې په پاریس کې زمونږخبریال سره په خبرو کې وویل ، ایران او فرانس ، په فارس خلیج سیمې کې دامنیت دضرورت په څیر دنورو سیمو په ځینو موضوعګانو کې هم نسبتا نزدې لیدتوګې لری .
محمد جواد ظریف همدرااز دایران اوفرانسې اقتصادی ملګرتیاته هم اشاره وکړه او وې ویل ، تراوسه پورې دایران اوفرانسې ترمینځ له کرکسب سره دمرستې او دتولید دپراختیا په ز مینې کې ډیرې ښې ملګرتیاوې ترسره شوی دی .
هغه زیاته کړې ، دځینو بحرانونو اومشکلاتو دحل لپاره هم دفرانسې اوایران دریځونه د بندیز او دباؤنو په ځای سوله ایزې حل لارې دی .
دایران خارجه وزیر همداراز روښآنه کړې دایران او فرانسې دولسمشرانوحسن روحانی او آمانوئل مکرون له ټاکل کیدو راهسې د واړو ولسمشرانو ترمینځ څو ځله ټیلیفونی خبرې اترې شوی دی چې په دومره لنډې مودې کې بې ساری دی او دا دایران او فرانسې دمتقابل احترام او د دواړوهیوادونو د دلچسپۍ او د اړیکو دلاښه کیدو او پراخولو لپاره دښې زمینې ښودنه کوی .
دایران خارجه وزیر دڅواروپائی هیوادونو دسفر په دوام کې نن دفرانسې پاریس ته تللی څو د دغه هیواد دولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره د د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او د سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړی .