پاکستان له ایران اوعربستان سره دمتوازنو اړیکو غوښتونکی دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دلومړی وزیر دملی امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو له ایران اوعربستان سره دخپل هیواد اړیکې سټراټژیکې وبللې او وې ویل ،اسلام اباد له تهران اوریاض سره پخپلو اړیکو کې انډول غواړی .
هغه وویل ایران اوعربستان دواړه دپاکستان دوست او ورور هیوادونه دی اومونږ دخپلو دوست اووورڼو هیوادونو په توګه دایران او عربستان ترمینځ د دوستانه اړیکو دبیرته پیلیدا او دتاؤتریخوالو دختمیدو غوښتنه کوو .
جنجوعه ټینګار کړی پاکستان داسلامی نړۍ په ټولو هیوادونو اوټولنو کې دوحدت او یووالی غوښتنه کوی او اختلاف اوتاؤتریخوالی داسلامی امت لپاره یوه ستره فتنه ګڼی ، وحدت اویوموټی کیدا داوسنۍ نړۍ یو خورامهم ضرورت دی .
دپآکستان لومړی وزیر دملی امنیت ځانګړی سلاکار وویل پاکستان اوایران باید دیوه بل په مرستو سره په اسلامی نړۍ کې دیووالی او وحدت ،غږملتیا د رامینځةکیدا اوپیاوړتیا سره مرسته وکړی .
یو کال مخکې پاکستان دایران اوعربستان ترمینځ دتاؤتریخوالی دختمولو لپاهر یو نوښت پیل کړ چې دایران اسلامی جمهوریت ئې تود هرکلی وکړ خو دپاکستان د دغه نوښت په وړاندې سعودی عربستان په دغې لارې کې دمثبتو ګامونو پورته کولو ته حاضر نه شو .