د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک یوه سعودي کشتۍ نیولې ده
ایران لخوا خپلو سمندري حدودو ته په ننوتونکې سعودي کشتۍ کښې څلور تنه هندوستاني خدمه نیولي چې تحقیقات ترې روان دي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سرحدي چارو لوې مدیر پرون د سرحدي حدودو د تیري په وجه په فارس خلیج کښې د فارسي جزیرې په ۴ مایلي واټن کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د سمندري ځواک لخوا د یو عربستاني کشتۍ د نیولو خبر ورکړ.
مجید آقابابايي وویل: دغه عربستاني کشتۍ چې څلور تنه هندي خدمه پکښې سپاره وو، وړمه شپه د سرحدي تیري په وجه د فارسي ټاپو په څلور مایلۍ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د سمندري ځواکونو لخوا ونیوی شوه او اوس د دغه تیري په لړ کښې قانوني مراحل تیروي.
هغه څرګنده کړه چې په دغه سعودي کشتۍ کښې څلور تنه هندوستاني خدمه نیول شوي چې تحقیقات ترې روان دي.
د سعودي له تیري کونکې کشتۍ سره د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د سمندري ځواک قانوني او سم چلند په داسې حال کښې دی چې په دې وروستیو کښې د عربستان ساحلي مامورانو په یو غیرانساني او د نړیوال عُرف خلاف اقدام کښې د ایراني کب نیونکو په هغو دوو کشتیو ډزې وکړې چې د سمندر څپو یې کشتۍ له خپلې لارې بې ځایه کړې وې. په دغو ډزو کښې یو ایرانی کب نیونکې وژل شوی دی.