په سیمه کښې دعربستان اقدامات ددغه هیواد لپاره هیڅ ګټه نلری .
(last modified Wed, 16 Mar 2016 01:27:45 GMT )
Mar 16, 2016 05:57 Asia/Kabul
  • عربستان وبحرین .
    عربستان وبحرین .

د بحرین دپارلمان پخوانی غړی جلال فیروز په دغه هیواد کښې دسعودی عربستان د پوځی لاسوهنې له پینځمې(۵) کلیزې په یووخت له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له تیرو پینځو(۵) کلونو راهسې شرایط بدل شوی او دسعودی عربستان اقتصادی حالات ډیر خراب شوی او اوس عربستان په سیمه کښې د خپلو سیاستونو دماتی په علت له کړکیچونو د وتلو کوشش کوی .

جلال فیروز زیاته کړه نن سبا دسعودی عربستان ال سعود رژیم تر سر پورې دیمن په جنګ او په سوریې او عراق کښې دترهګرو ډلو په ملاتړ کښې غرق شوی او شاید نور ونشی کولای په بحرین کښې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی .

دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په هیواد کښې دسیاسی اصلاحاتو دترسره کیدا لپاره صلحې ایزې مظاهرې او اعتراضونه کوی خو ال خلیفه رژیم د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا او انګلستان په مرستو سره خلک په سخته ځپلی دی او تراوسه یې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان وژلی او په زرګونو نور ژوبل او بندیان کړی هم دی .