د ترکیې مسلمانانو د امریکې او اسرائیلو خلاف پراخې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52456-د_ترکیې_مسلمانانو_د_امریکې_او_اسرائیلو_خلاف_پراخې_مظاهرې_وکړې
د ترکیې زرګونو قهریدلو او معترضو خلکو په ټول هیواد کښې د مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونه ورکړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2017 03:35 Asia/Kabul
  • د ترکیې مسلمانانو د امریکې او اسرائیلو خلاف پراخې مظاهرې وکړې

د ترکیې زرګونو قهریدلو او معترضو خلکو په ټول هیواد کښې د مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونه ورکړل.

د ترکیې مسلمانو خلکو په مسجدالاقصی کښې د فلسطین د نیواکګر رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د جمعې له لمانځه وروسته د هیواد په لسګونو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

د ترکیې په پلازمینه انقره کښې مظاهره چیانو په بیت المقدس کښې له مسجدالاقصی د ملاتړ په ترڅ کښې د ترکیې له حکومته وغوښتل چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په غوڅولو سره د تل ابیب سفیر وباسي او د صهیونیسټانو پر ټولو محصولاتو بندیز ولګوي او له دغه رژیم سره مجودې موافقې باطلې کړي.

مظاهره چیانو په داسې حال کښې چې (د هر مسلمان چپتیا له اسلام سره خیانت دی) او (قاتل صهیونیسټي رژيم له فلسطینه وشړئ) په مضمون سره د یو لړ پلی کارډونه یې اوچت کړي وو، شعار ورکوه چې (صهیونیسټي رژيم به د ځمکې له مخه ورک شي).

د استنبول، آدانا، آنتالیا، دیاربکر او ازمیر په شان د ترکیې په ځینو ښارونو کښې هم مظاهره چیانو په مسجدالاقصی کښې پر لمونځ کونکو د صهیونیسټي رژیم حمله او د دریو فلسطیني ځوانانو شهادت وغنده.