د اسلامي ملګرتیا سازمان بیړنی غونډه په استنبول کښې پيل شوه
په دغه غونډه کښې د نیواکي قدس وروستي حالات، د فلسطین د نیواکي ټاټوبو بدلونونه او د صهیونیسټ رژيم جنایتونه جاجول کیږي.
د قدس، مسجدالاقصی او فلسطین په محوریت سره د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو بیړنۍ غونډه د ترکیې په استنبول کښې پیل شوه.
د ایرنا د خبر له مخې دغه غونډه د څه باندې څلویښتو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د لوړرتبه چارواکو او کارپوهانو په شتون سره نن د ترکیې په استنبول ښار کښې پيل شوه.
په دغه غونډه کښې د نیواکي قدس وروستي حالات، د فلسطین د نیواکي ټاټوبو بدلونونه او د صهیونیسټ رژيم جنایتونه جاجول کیږي.
د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په شمول د څوارلسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دغه غونډه کښې شتون لري.
ترکیې چې د اسالمي ملګرتیا سازمان او د هغې د اجرايي کمیټې پړاویزه مشري په غاړه لري، څو ورځې مخکښې په قدس شریف کښې د نښتو او د اسرائیلو لخوا د محدودیتونو له سختیدو وروسته د دغې غونډې د ترسره کیدو وړاندېز کړی دی.