صهیونیسټ رژيم د اسلامي نړۍ لپاره اصلي خطر دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53204-صهیونیسټ_رژيم_د_اسلامي_نړۍ_لپاره_اصلي_خطر_دی
ضروري ده چې اسلامي هیوادونه او سیمه د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو په وړاندې هوښیار ووسي او پرې نږدي چې دغه جعلي رژيم اسلامي نړۍ، اصلي خطر ته له پاملرنې وغړوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 11:41 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم د اسلامي نړۍ لپاره اصلي خطر دی

ضروري ده چې اسلامي هیوادونه او سیمه د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو په وړاندې هوښیار ووسي او پرې نږدي چې دغه جعلي رژيم اسلامي نړۍ، اصلي خطر ته له پاملرنې وغړوي.

د ایران خارجه وزیر صهیونیسټي رژیم د اسلامي نړۍ لپاره اصلي خطر وباله او ویې ویل: په ترکیه کښې د قدس او فلسطین په موضوع سره د اسلامي ملګرتیا سازمان بیړنی غونډه د اسلامي هیوادونو یو پرځاې او غږمله اقدام دی.

محمد جواد ظریف نن په دغه غونډه کښې د ګډون لپاره استنبول ته له رسیدو سره سم خبریالانو ته، په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژيم د خپلو نیواکي سیاستونو په دوام کښې د نیواکي ځمکو د هویت او ترکیب د بدلولو او د دغو سیمو د یهودي کولو هڅه کوي، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژيم دا سیاست، په نورو موضوعاتو او غیرحقیقي او غیرضروري اهدافو د اسلامي هیوادونو د اخته کیدو په وجه خپل کړی دی.

ظریف د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د خلکو په حقوقو د تیري کونکو او نیواکي سیاستونو د دوام مخنیوی د ایران اصلي هدف وباله او زیاته یې کړه: ضروري ده چې اسلامي هیوادونه او سیمه د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو په وړاندې هوښیار ووسي او پرې نږدي چې دغه جعلي رژيم اسلامي نړۍ، اصلي خطر ته له پاملرنې وغړوي.