د چین او هند په پوله کښې د امنیتی تدابیرو سختوالے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53288-د_چین_او_هند_په_پوله_کښې_د_امنیتی_تدابیرو_سختوالے
د هند د هېماچل پردېش په ګډه پوله کښې د چین د فوځیانو په زیاتېدو سره په دغه سیمه کښې هند هم خپل ګزمه یز عملیات زیات کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2017 12:22 Asia/Kabul
  • د چین او هند په پوله کښې د امنیتی تدابیرو سختوالے

د هند د هېماچل پردېش په ګډه پوله کښې د چین د فوځیانو په زیاتېدو سره په دغه سیمه کښې هند هم خپل ګزمه یز عملیات زیات کړل.

اېرنا خبری اژانس د چین د دفاع د وزارت د یو باخبره چارواکی په نقل سره رپوټ ورکړ دغه هېواد د هند په شمال ختیځ کښې په لانجه مارو پوله ایزو سیمو کښې د سړک جوړونې عملیاتو ته چټکتیا ورکړې او د هند د هېماچل پردېش صوبې د دوه سوه شپېتۀ کیلومیټره پولو په اوږدو کښې خپل فوځی ځواکونه زیات کړی دی.

همدارنګ د هند یو پوله ایز ځواک وویل، نوی ډیلی د چین له تحرکاتو وروسته په پوله ایزو سیمو کښې د خپلو فوځی ځواکونو له زیاتولو نه علاوه په ګډو پولو کښې ګزمې زیاتې کړې دی.

د هند هېماچل پردېش پوله ایزو سیمو کښې دغه بدلونونه په داسې حال کښې دی چې د دواړو هېوادونو ځواکونو له تېرې میاشتې راهسې په دوکلم سیمه کښې د یو بل په وړاندې صفونه تړلی دی.