امریکا دعراق او سوریې ګڼ شمیر خلک وژلی .
-
سوریې له ملګروملتونو او امنیت شورا غوښتي دي د امریکا تر قوماندنۍ لاندې دائتلاف اقدامات وغندي .
زمونږخبریال وایی دامریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف ویلی چې واشنګټن په عراق او سوریې کښې په حملو کښې شپږ سوه څلورویشت(۶۲۴) ملکیان وژلی دی .
سوریې په یوشمیر لیکونو کښې دملګروملتونو له امنیت شورا او د ملګروملتونو له سرمنشی څخه غوښتی دی دهیواد دخلکو په وژلو کښې د امریکا تر قوماندنۍ لاندې دائتلاف اقدامات وغندی .
ویل کیږی چې دسوریې په شمال کښې په رقه ښار د امریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف دجنګی الوتکو په هوایی حملې کښې یوه(۱) ښځه او اوه (۷)ماشومان وژل شوی دی .
په سوریې او عراق کښې د ملکی خلکو د وژلو په اړه دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف شمیر په داسې حال کښې خپور شوی دی چې دبشری حقوقو نړیوالې ډلې ټینګار لری دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف دځواکونو په حملو کښې د وژل شویو خلکو حقیقی شمیر ډیر زیات دی .
امریکا ، بریطانیه ، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، اسرائیل ، اردن ، متحده عربی امارات ، بحرین ،کویت وغیره په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش ،النصره سره مالی او پوځی مرستې کوی .