امریکا د سوریې ۴۳ بې ګناه خلک ووژل
-
امریکا له ترهګرو ډلوسره دمبارزې په پلمې په عراق او سوریې کښې په ملکي خلکوحملې کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د رقه ښار د سرې میاشتې مدیر دنیا الاسد نن وویل دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف جنګی الوتکو په هستوګنه سیمو بمباریو سره درې څلویښت (۴۳)بې ګناه خلک وژلی دی .
دامریکا جنګی الوتکو دغه راز د رقه ښار په ولسی درملتونو هم دفاسفوروس لرونکو بمونو حمله وکړه .
هغه وویل دامریکا جنګی الوتکو تر شلو(۲۰) دقیقو پورې د درملتون په مرسته رسونکو ګاډو، د بریښنا په جنراټور او نورو ودانیو بمبارې وکړې .
تیره میاشت دبشری حقوقو دفاع کونکو موسسو وویل په رقه ښار کښې دامریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف په هوایی حملو کښې په تیرو اتو(۸)میاشتو کښې په سلګونو کسان وژل شوی دی .
امریکا په تیرو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو ډلوسره دمبارزې په پلمې په عراق او سوریې کښې په ملکی خلکوحملې کړی .
داپه داسې حال کښې دی چې د رسمی راپورونوپراساس دامریکا او دهغې عرب او اروپایی ملګری هیوادونه د داعش ډلې په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ملاتړی ګڼل کیږی .